لوبېلوبې خبرونه

قطر کې د جودو نړیوالې سیالۍ؛ د مهاجرو ټیم هم پکې ګډون لري

په قطر کې د جودو نړیوالو سیالیو کې یو نوښت شوی او د لومړي ځل له پاره به د نارینه وو او ښځو په ګډون د مهاجرو یو ګډ ورزشي ټیم هم لوبې وکړي

دغه ورزشکاران د ایران، افغانستان او سوریې هیوادونو دي.

په دوحه کې د یکشنبې له ورځی راهیسي د جودو د نړیوالو اتلولیو لپاره د شا او خوا سلو هېوادونو څخه څه د پاسه ۶۰۰ ورزشکاران د مجموعا ۱۵ اتلولیو د مقام ګټلو له پاره مبارزه کوي. د انفرادي سیالیو ترڅنګ به بیلا بیل ملي ټیمونه هم د یو او د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

نور ولولئ: سعودي ته د میسي د سفر په ترڅ کې هغه پر لوبېدو دوه اوونۍ بندیز ولګېد

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې یو بشپړ ګډ ټیم چې د بیلا بیلو هیوادونو له مهاجرو جوړ دی په دغه نړیوالو اتلولیو کې د وړاندې تګ له پاره په مستقیم ډول له ملي لوبډلو سره لوبې کوي.

د مهاجرو نړیوال ټیم «آی آر اف» کې درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړي ګډون لري

نیګارا شاهین هم د دغه ټیم غړې ده. د دغی ۲۹ کلنی له پاره د جودو د ۲۰۲۳ م کال په نړیوال ټیم کی ګډون، د هغې په سپورټي مسلک کې یو بل مهم ګام دی.

د توکیو د المپیک په نړیوالو سیالیو کې تر ګډون څه ناڅه دوه کاله وروسته، دغه افغانه اوس په دوحه کې یو وار بیا د سپورټ نړیوال ډګر ته راوځي. د هغې د ژوند کیسه له تیښتې او مهاجرتونو ډکه ده.

نور ولولئ: غوره لوبې به په 2023 کې ترسره شي

هغې د خپل ژوندانه لومړني اتلس کاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای د یوې مهاجری په توګه په پاکستان کې تیر کړل، چیري چې یې په ۱۱ کلنۍ کې د جودو ورزش پیل کړی وو. افغانستان ته له راستنیدو وروسته، څو وارې مجبوره شوې چې د طالبانو له ډاره له خپل هېواد څخه وتښتي. هغه اوس په کاناډا کې ژوند کوي او خپل ورزش ته ادامه ورکوي.

د جودو په مرسته ژوندانه ته مقاومت بخښل

د محبوبې بربري لپاره جودو یوازې ورزش نه دی. هغه وایي “جودو نه یوازې دا چې زما څخه یې یوه ورزشکاره جوړه کړه، بلکې ماته یې مقاومت هم راوښود چې څنګه په خپل ژوندانه کې پر شخصي ستونزو غالبه شم.”

دغه ۳۲ کلنه له ایران څخه تر تېښتې وروسته له ۲۰۱۸ کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button