نړیوال خبرونه – د نړۍ له کنجونو مهمې پیښې او رپوټونه

فلورېډا کې د الوتکې پېښه؛ نهه کسان مړه او سلګونه له کورونو بې‌ځایه شوي

د الوتکې پېښه د امریکا په فلورېډا ایالت کې د نهو کسانو د مړینې لامل شوې ده. چارواکو د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا د فلورېډا ایالت په پام بیچ سیمه کې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان مړه شوي او سلګونه ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې پېښه د یکشنبې په ورځ، د نومبر په لومړۍ نېټه، له غرمې وروسته په یوه استوګنیزه سیمه کې شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په الوتکه کې سپاره ټول نهه کسان مړه شوي دي. د الوتکې پېښه د ګرځنده کورونو یوه ښارګوټي ته څېرمه رامنځته شوې او په سیمه کې یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

د الوتکې پېښه څنګه رامنځته شوه؟

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، لیرجټ ډوله شخصي الوتکه د ټکساس ایالت له اسټین ـ برګسټروم نړیوال هوايي ډګر څخه پورته شوې وه او د باهاما د نورث الیوترا هوايي ډګر پر لور روانه وه.

د فلورېډا والي رون ډېسانټیس د الوتکې لوېدل یوه ستره غمیزه بللې او ویلي یې دي چې د پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ټکان ورکوونکې صحنې ښيي.

ځايي چارواکي جوئل فلورس ویلي چې الوتکې له ځمکې سره تر لګېدو وروسته د ګرځنده کورونو ښارګوټي ته نږدې یوه لویه کنده رامنځته کړې ده.

د چارواکو په وینا، د سیمې شاوخوا ۶۰۰ اوسېدونکي د خوندیتوب لپاره له خپلو کورونو ایستل شوي او دوو لنډمهالو سرپناوو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې

د امریکا د ترانسپورټ د خوندیتوب ملي ادارې د الوتکې د لوېدو د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

د الوتکې جوړوونکې کاناډايي کمپنۍ «بمبارډیر» هم ویلي چې د څېړنو له بهیر سره به همکاري وکړي.

د راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال په سیمه کې باران او تندر او برېښنا وه. خو چارواکو تر اوسه نه ده تایید کړې چې خراب موسم د الوتکې د لوېدو لامل شوی و.

د الوتکې پېښه په داسې حال کې تر څېړنې لاندې ده چې چارواکي هڅه کوي د الوتنې وروستۍ شېبې او د لوېدو احتمالي عوامل روښانه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button