لوبې

لاهور قلندرز لوبډله د پاکستان سوپر لیګ اتله شوه

د پاکستان سوپر لیګ په پایلوبه کې د لاهور قلندرز لوبډلې د تېر کال اتلې لوبډلې ملتان سلطانز ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې د پي ایس ایل اتلولي په خپل نوم کړه.

د لاهور قلندرز سره راشد خان هم لوبېږي، خو نوموړی د ملي لوبو په خاطر پي ایس ایل پرېښود چې د شاهین شاه اپریدي په مشرۍ کې په لومړي ځل لاهور اتلولي خپله کړه.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

په پایلوبه کې لاهور قلندرز د لوبې پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرې وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې. د لاهور لپاره محمد حفیظ ۶۹ او هېري بروک ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ملتان له خوا نه اصف اپریدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۸۱ منډو هدف په تعقیب کې د ملتان سلطانز لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې او د ۴۲ منډو په توپیر يې پایلوبه کې ماتې وخوړه.

د یادولو وړ ده چې سږکال ملتان سلطانز ډېره ښه روانه وه، چې د دې لوبې له بایللو مخکې يې سږکال یوازې یوه لوبه کې ماتې خوړلې وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button