Uncategorized

لایډ اسټين: بهرني فوځیانو تر څنګ قراردادیان هم له افغانستانه وځي

لایډ اسټين: د فوځیانو تر څنګ قراردادیان هم له افغانستانه وځي د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن ويلي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنيو قراداديانو وتل پيل شوي، چې له امريکايي پوځيانو سره يې دنده تر سره کوله.

د امریکا د دفاع وزیر په خبره ټولو قراداديانو وتل د ولسمشر جو بايډن د هغې پرېکړې برخه ده، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يې کړې ده.ښاعلی لايډ اسټن د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې امريکا په خپل ټول مسؤوليت سره د پوځيانو تر څنګ ټول بهرني قراداديان هم له افغانستانه باسي.افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې سيګار په تېره مارچ مياشت کې ویلي و، چې د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان ۱۷۰۰۰ قراداديان لري،

20210507 093444 768x420 1

او ۶۱۵۰ تنه يې امريکايان، ۴۳۰۰ يې افغانان او ۶۴۰۰ يې د نورو هېوادونو دي.د امريکا دفاع وزير وايي، د امريکايي پوځيانو او قراداديانو د وتلو بهير له ټاکل شوي پلان سره سم روان دی.د بهرنيو ځواکونو او قراداديانو له وتلو سره له يو شمېر امريکايي چارواکو سره داسې اندېښنې پيدا شوي، چې ايا د بهرنيانو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومتي عسکر په يوازې ځان د طالبانو مقابله وکړی شي که نه

د (SIGAR) مشر جان سوپکو د تېر مارچ په لسمه نېټه واشنګټن کې د نړيوالو او سټرايژيکو څېړنو په مرکز کې يوې غونډې ته وويل، چې د زرګونو قرادادي جنګياليو وتل به د افغانستان پوځ لپاره د امريکايي پوځيانو تر وتلو ډېر زيانمن تمام شي.

ښاغلي جان سوپکو ويلي و، د افغانستان دولتي عسکر تر ډېره د بهرنيو قراداديانو او روزونکو پر مټ ډاډه دي او د دغه زرګونو قراداديانو له وتلو وروسته د افغان عسکرو د وړتيا په هکله اندېښنې رامنځته کېدای شي.او وای چې باید په دې اړه سمه پلټنه وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button