نړیوال خبرونه

لا هم نړیوال غبرګونونه ښايي

په افغانستان کې د حجاب په تړاو صادر شوي فرمان ته د غبرګونونو په لړ کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي رییسه پر افغان ښځو د حجاب تحمیلول د منلو وړ نه ګڼي. هغه وايي چې نړۍ؛ د اسلامي امارت حکومت په خبرو نه، بلکې له خلکو سره په چلن او له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو له مخې قضاوت کوي. نوموړې له سي ان ان ټلوېزیون سره په مرکه کې وایي، چې د اوسني حکومت دا پرېکړه له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل په برخه کې ناوړه پایلې دوه برابره کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي رییسه لینډا ټوماس ګرېنفیلډ څرګندوي:«د طالبانو دا پرېکړه یوځل بیا ښيي چې دا ډله هر کار ته چمتو ده او دغه فرمان د نړۍ هېوادونو ته اندېښمنوونکی پیغام لري. موږ له لومړۍ ورځې وویل چې د طالبان په تړاو به د هغوی د کړنو پربنسټ قضاوت کوو، نه د خبرو پر بنسټ. موږ د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هر ممکن کارترسره کړی دی. او زه به د طالبانو د اقداماتو په اړه هم په امریکا متحده ایالتونو او هم په امنیت شورا کې د امنیت شورا د رییسې په توګه خبرې وکړم. هغه کار چې هغوی نن وکړ، د توجیه وړ نه دی.»

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول او د افغانستان لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د حجاب په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د حجاب فرمان د انساني ارزښتونو پرخلاف بللی دی. د امریکا ځانګړی استازی د ښځو په تړاو د اسلامي امارت نوی فرمان بشري حقونو ته سپکاوی بولي.

نور یی ولوله | په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو په هلکه د خلکو شکایت

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«زه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له افغانانو او په ټوله نړۍ کې له خپلو همکارانو سره یوځای کېږم څو د طالبانو د وروستیو تګلارو په تړاو چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړم. د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د بشري حقونو سپکاوی دی او دغه راز به له نړۍوالې ټولنې سره د هغوی پر اړیکو منفي اغېز وکړي.» بل خوا د بښنې نړۍوال سازمان د دغه فرمان په غبرګون کې وایي چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، چې ښځې له ټولنې نه په بشپړ ډول څنډې ته کړي.

د بښنې د نړۍوال سازمان غړې سمیرا حمیدي وویل:«ښځې په یو ډول له ټولنې محوه شوې دي، موږ د طالبانو دغه نوې پرېکړه د بشري ازښتونو او قوانینو پر خلاف ګڼو او دا کار له ټولنې په بشپړه توګه د ښځو حذف کول دي.» بل خوا په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په یوې اعتراضیه غونډې کې او د ګډې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارته وغوښتل چې د حجاب په تړاو پر خپلې پرېکړې بیاکته وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله نوېده خراساني هم څرګندوي:«د افغانستان ښځې هېڅکله د اسلامي حجاب پر خلاف نه دي؛ خو د اسلامي امارت دغه نوی فرمان چې ټولې ښځې اړې دي خپل ټول مخ پټ کړي دا نه په اسلام کې راغلي دي او نه هم په هېڅ نړۍوال قانون کې.» د اسلامي امارت مشر څه موده وړاندې په خپل اختریز پیغام کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني. خو مهمو لوېدیځو او سیمه ییزو هېوادونو ویلي دي، چې د اسلامي امارت د چارواکو په چلن کې د بدلون له راتلو پرته د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button