ځایی

لغمان کې یو پخوانی کمانډو سرتېری وژل شوی

طالبانو محبت الله محبت وژلو پړه نه ده منلې، خو سرچینې داد طالبانو کار بولي

له دغه پخواني کمانډیو سرتیري له وژل کېدو وړاندې هم طالبانو پخواني سرتیري نیولي او څو ورځې وروسته یې جسدونه په سحرا غورځولي یا یې کورنیو ته په دې شرط سپارلي چې موضوع په پټه ساتي.

د لغمان سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د کمانډو یاد سرتېری په لغمان ولایت کې لومړی شکنجه شوی او بیا یې وژلی دی.

سرچینې دوشنبه د زمري پر لومړۍ نېټه افغان‌ناو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه جسد سیند ته غورځول شوی

سرچینه زیاتوي، دا سرتېری محب‌االله محبت نومېده چې د طالبانو له لوري له وژل کېدو وروسته یې جسد سیند ته غورځولی و.

د سرچينې په خبره، د تېر جمهوري نظام نوموړي سرتېري له چا سره شخصي دښمني نه لرله.

د محبت الله محبت نږدې دوستانو د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ددغه وژل شوي سرتېري کورنۍ ګواښل شوي هم ده چې دغه موضوع رسنیزه نه کړي.

نور ولولئ: په خوست ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

نور ولولئ: یو امریکايي افسر: افغانستان کې د پخوانيو پوځیانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

د کمانډو یاد سرتېري د دوستانو د معلوماتو له مخې، د هغه پر بدن د شکنجې نښې هم وې او په زندان کې سخت شکنجه شوی و.

طالبان لا تراوسه چوپ دي

له پخوانیو سرتېرو سره د طالبانو له دا ډول چلند وروسته هېڅ نه دي ویلي، نو اوس هم ددغه کمانډو سرتېري پر شکنجه کولو، وژلو او بیا یې جسد سیند غورځولو په تړاو چوپه خوله دي او د یادې پېښې مسئولیت یې پر غاړه نه دی اخیستی.

تازه طالبانو تېره ورځ په سرپل ولایت کې د عبدالرشید دوستم یو ساتونکی په ډزو وواژه، خو تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پخوا هم په خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ، نورستان، کندهار او شمالي ولایتونو کې د پخواني جمهوري نظام په سلګونو سرتیري لومړی شکنجه کړي او بیا یې وژلي دي.

له دې سره، سره طالبانو دغه کار ډېر مخفي کوي او رسنیو ته زیات درز نه کوي.

د خپرو شویو راپورونو پر اساس، د طالبانو د رژیم په زندانونو کې اوس هم د پخواني نظام زرګونه سرتیري د نامالومو دلایلو له امله زنداني دي او شکنجه هم ورکول کېږي.

له پخوانيو نظامیانو سره د بشر حقونو او نورو بنسټونو لخوا د طالبانو چلند غندل شوی او زیاتوي، طالبان لا اوس هم پخواني سرتیري شکنجه کوي او ځینې یې ترور کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button