اقتصاد او سوداګري

له ازبکستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ د طرحې تایید

د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي موادو او ګازو د ټرانزیټ اړوند طرحه د کابینې له لوري تایید شوې ده

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

له دې لارې به د افغانستان عواید زیات شي

اخند‌زاده که څه هم له ترکمنستان څخه د نفتي موادو او اوبلن ګازو صادراتو څخه د ټرانزیټ حق په اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې له دې لارې به د افغانستان ملي عواید ډېر، ټرانسپورټ برخه به فعاله او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.»

نوموړي وویل: «موږ په ازمایښتي پړاو کې غواړو ووینو چې زموږ پر بازارونو منفي اغېز ونه‌لري او غواړو ووینو چې څومره د دې انتقالاتو توانايي لرو او وروسته به ووینو چې ایا دا به دوامداره کړو.»

د افغانستان د منظم ټرانسپورټي سیستم نه موجودیت

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د نفتي موادو او اوبلن ګازو د لېږد طرحه داسي مهال د کابینې له لوري تاییدېږي چې افغانستان اوس مهال منظم ټرانسپورټي سېسټم نه‌لري او د دې ترڅنګ د ژمي موسم کې د مواصلاتي خرابوالی هغه بله ستونزه ده چې ننګونې یې رامنځته کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي، که حکومت یادې ستونزې هوارې کړي، کولای شي چې افغانستان نورو هېوادونو ته د ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یوه مناسبه ټرانزیټی لاره وي.

دا هم ولولئ:  د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بې ارزښته کېدل؛ طالبان ۲۷ میلیونه نور ډالر لیلاموي

نور ولولئ: د سیمه ییزې سوداګرۍ نوې هوکړه او پاکستان

هغه وویل: «که حکومت هڅه وکړي چې اوس یې وړتیا او پیسې هم لري چې دې برخه کې کوچنۍ پروژې پلې کړي، که ګاونډیو هېوادونو سره تعاملات ډېر شي او دغه هېوادونه د اوسپنې پټلۍ پروژو ته چټکتیا ورکړي او موږ هم وکولای شو چې د اوسپنې پټلۍ پلې کړو، دا د افغانستان په ګټه ده.»

له دې ټولو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د هند او پاکستان د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ خبر هم ورکوي چې په وینا یې، اوس مهال د افغانستان له لارې د هند او پاکستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر روان دی، خو له دې لویو معاملو افغان ولس ناخبره دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button