ژوند او ټولنه

له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر تقویت د جاپان او اسلامي همکاریو سازمان ټینګار

اړوند خبرونه: 

طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د جاپان او اسلامي همکارۍ سازمان استازو په یوه ګډه ناسته کې د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې او د دې هېواد له خلکو سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

د رسمي سرچینو په حواله، د اسلامي همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو استازو د افغانستان روان وضعیت او د بشري بحران د مؤثر ځواب ویلو لپاره د همکاریو د کچې لوړولو څرنګوالی وڅېړل.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ناسته اصلي تمرکز پر افغانستان کې د خلکو فوري اړتیاوو او دې هېواد کې د بشري کړاوونو کمولو لپاره ګډو حل لارو باندې وو. دواړو لوریو د بشردوستانه چلنجونو سره د مقابلې لپاره د همغږو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

دا ملاقات د افغانستان په بشري بحران کې د مؤثر حل لارو موندلو لپاره د نړیوالو پراخو هڅو په چوکاټ کې ترسره شوی او دا د نړیوالې ټولنې د دې هېواد له خلکو سره د ملاتړ دوام په برخه کې یو ښه ګام بلل شوی.

جاپان په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره په بشردوستانه او اقتصادي مرستو کې له فعالو هېوادونو څخه دی. همچنان، مخکې له دې، د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي په ترکیې کې د بهرنیو چارو وزارت له مقاماتو سره په ملاقات کې د افغانستان اوسني حکومت سره د خلکو ملاتړ لپاره د سازنده خبرو اترو دوام ته ټینګار کړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button