کورني خبرونهنړیوال خبرونه

له افغانستان سره د جاپان ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرستې اعلان

په افغانستان کې د جاپان سفارت ویلي چې له افغانستان سره به ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

جاپان له افغانستان په پخوا هم مرستې کړې دي، خو دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې لا په دې هېواد کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او بې د رسمیاتو له شتون دغه مرسته اعلانېږي.

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۳مه ) د افغانستان لپاره د ۵۸،۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

نور ولولئ: د هرات زلزله؛ زیانمن خلک وايي، هوا سړه ده خو سرپناه نه لرو

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې، دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

دا مرستې نېغ په نېغه طالبانو ته نه ورکول کېږي

په کابل کې د جاپان سفارت زیاتوي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسي له افغانانو سره د دغه هیواد د ټولو مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د تعلیمي بورسونو تر څنګ له افغانستان سره يې د بیارغاوني په برخه کې هم ډیرې مرستې کړې دي.

په افغانستان کې د فقر ډېرېدل

کله چې په افغانستان کې طالبان د دوهم ځل لپاره واک ته رسېدلي، نو له دوو کلونو راهیسې په دې هېواد کې د فقر کچه خپل وروستي حد ته رسېدلي ده.

د ملګرونو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار راپورونه ورکړي چې افغانان د ژوند لومړنیو ضرورتونو ته لاس رسی نه لري او دوی له سختې بې روزګارۍ کړېږي.

خو طالبان بیا دا ډول راپورونه د خپل ځان پر ضد بې ځایه تبليغات بولي، خو په واقعیت کې په افغانستان کې د بې کارۍ او بې روزګارۍ کچه تر وروستي حد پورې رسېدلي دي چې له همدې امله ګڼ ځوانان او کورنۍ دغه هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.

داسې هم ویل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په راتګ سره پر عادي کاروباریانو او سوداګرو درنه مالیه وضع شوي ده او دا خلک د مالیې په څېر د نورو درنو بیو له ورکړې ستړي او د غربت کچه لوړه شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button