ځایی

له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د خبریالانو لپاره چاپیریال له زغم وتلی

له خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، د ټلویزوني خبریالانو لپاره چاپېریال ډېر تنګ او سخت دی

په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره پر رسنیو تر ټولو سخت بندیزونه وضع شوي، چې له امله یې زرګونه کسان بې کاره او څو چې کار کوي، پر هغوی بیا چاپیریال راتنګ شوی دی.

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، ‏په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له سختو بندیزونو سره مخامخې شوې دي.

د طالبانو لخوا پراخ سانسور

دغه سازمان د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي چاپېریال ډېر محدود کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګڼ شمېر ټلوېزیوني شبکې اړ اېستل شوې چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د طالبانو له اېډیالوژۍ سره سمې خپرونې وکړي.

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ:  طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوې او ځینې یې اړې شوې چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي.

له طالبانو د رسنیو ازادۍ ته د درناوي غوښتنه

دغه سازمان دارنګه له اوسنیو واکمنانو هم غوښتنه کړې، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري او نور د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پای ته ورسوي.

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي: «د ټلوېزیون نړۍواله ورځ د دې یادونه کوي چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د ډیموکراسۍ او تلپاتې پرمختګ بنسټیزې ستنې دي. د افغانستان ټلوېزیونونو او رسنیو له ملاتړ پرته په هېواد کې د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دی.»

افغانستان سږکال د ټلویزیون نړۍواله ورځ ډاسې مهال لمانځي، چې همدا تېره ورځ طالبانو په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز لګولی دی.

یوې سرچینې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پراساس دغې ډلې په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز ولګاوه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button