له راستنېدونکو کډوالو سره د ایټالیا د څه باندې ۳ میلیون یورو مرسته

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ، چې ایټالیا په افغانستان کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د بشري مرستو د ملاتړ لپاره ۳.۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
دغه سازمان تېره ورځ (چهارشنبه، د مارچ ۱۲مه) یوه اعلامیه خپره کړه، او ویلي یې دي چې د دې مرستې موخه د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دې مرستې رسول په داسې حال کې خورا مهم ګڼلي دي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو کچه مخ په زیاتېدو ده.
په اعلامیه کې راغلي: “دا ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د IOM هڅې پیاوړې کړي ترڅو د غیر راجستر شویو راستنېدونکو بشري، محافظت او روغتیا اړتیاوو ته ځواب ووایی او موخه یې له ۲۵۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته رسېدل دي.”
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان له ۱.۳ ملیون څخه ډیر افغان راستنېدونکي ثبت کړي، چې نږدې ۶۷ سلنه یې په زوره راستانه شوي دي.