نړیوال خبرونه

له قطر او ترکیې سره د افغانستان پنځو هوايي ډګرونو تخنیکي چارو سمبالښت په هکله خبرې روانې دي

افغانستان کې طالب چارواکو منلې، چې د افغانستان د پنځو هوايي دګرونو، د تخنيکي چارو د تړون په تړاو، کابل ته د ترکيې او قطر ورغلي پلاوي سره خبرو کې پرمختګ شوی دی طالب چارواکي وايي له دغه پلاوي سره د کابل، هرات، مزار شريف، کندهار او خوست د هوايي ډګرونو د تخنيکي چارو د سمبالښت په تړاو خبرې کېږي

پرون جمعه ځینو دیپلوماتیکو سرچینو د ترکیې اناتولي خبري آژانس ته ویلي و، چې په دې اړه له طالبانو سره د یوه تړون پرجزییاتو کار روان دی د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام  الدین احمدي بي بي سي سره خبرو کې وویل، پرون شنبه له ترکي او قطري شرکتونو استازو سره کابل کې د دوی لومړنۍ غونډه کې پر عمومي چوکاټ خبرې وشوې، او په وینا یې دا خبرې به دوام لري

ښاغلی احمدي وايي، د فضايي حریم او هوايي ټریفک کنټرول، په هوايي ډګر کې دننه د ځکمنیو چارو او خدمتونو سمبالښت او ځینې نورو تخنیکي مسایلو په هکله خبرې کېږي

نور یی ولوله | د افغانستان سره بشري مرستو لپاره نوي جوازلیکونه د امریکا ماليي وزارت صادر کړل

نوموړی زیاتوي ”بشپړ مدیرت ترکي او قطري شرکتونو ته نه سپارل کېږي، بلکې که زموږ له ملي ګټو سره سمون وخوري، یو تدارکاتي قرارداد به کېږي چې له مخې به یې یوازې تخنیکي چارې هغوی ته سپارل کېږي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې ترکیې چارواکو ویلي و، د ناټو او امریکا سره په توافق به د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې چارو مسوولیت پر غاړه واخلي

خو له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغولو او له هغه ځايه الوتنې پيل شوې او اوس د کابل تر څنګ د افغانستان څلور نورو هوايي ډګرونو د چارو سمبالښت په هکله هم خبرې کېږي

د تېر اګست په نیمايي کې ترکیې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له سفر سره هممهاله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، که هوکړه وشي، هېواد به یې له قطر او افغانستان سره په ګډه د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي

قطري چارواکو له دې مخکې د سپتمبر نیمايي کې ویلي و، د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره له ښکاره هوکړې پرته د کابل هوايي ډکر مسووليت پر غاړه نه اخلي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button