له لودیځ سره فکري جګړه؛ طالبانو په کې په پنجشیر کې اموزینه واخیسته

طالبانو په پنجشیر ولایت کې له لودیځ سره فکري جګړه په نوم کتاب کې ازموینه واخیسته
طالبانو له دې وړاندې د امارت پېژندنې په برخه کې د ښوونځیو له زده کوونکو ازموینې اخیستې، خو دا ځل یې له غرب سره د فکري جګړې په برخه کې هم ازموینه واخیستې چې د دا ډول ازموینو ډېرو نومرو وړونکو ته څه جایزې هم ورکول کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پنجشیر ولایت د ځوانانو لپاره «له لوېدیځ سره د فکري جګړې» د ازموینې خبر ورکړی.
فکري جګړه او که پوځي جګړه؟
د پنجشیر د اطلاعات او فرهنګ مشر نصر الله ملک زاده ویلي:« فکري جګړه له پوځي جګړې ډېره خطرناکه ده.»
د طالبانو د اطلاعات او فرهنگ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې ازموینه کې ۷۰۰ ځوانانو برخه اخیستې وه.
نصرالله ملکزاده د دغې ازموینې د موخې په اړه وویل:« لوېدیځوالو د مسلمانو ځوانانو فکرونه بې لارې کړي دي.»
نور ولولئ: طالبان: نن د پکتیا په ورزشي لوبغالي کې یو کس ته د قصاص سزا ورکوو
نور ولولئ: طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ
د دغه طالب چارواکي په وینا، لوېدیځوالو «د زهرجن فرهنګ له لارې الحادي فرهنګ ته بې دیني د ځوانانو په منځ کې خپره کړې او په دې توګه غواړي ځوانان له اسلامي مفاهیمو څخه لرې کړي.»
په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنگ مشر د دغه ولایت له ځوانانو غوښتي، چې د «بې دینه پوچو افکارو په له منځه وړلو کې هڅه او هاند وکړي.»
طالبان او د لویدیځ پروګرامونه
په پنجشېر کې د لوړو زدهکړو د ادارې مشر مصطفی ابوسعید هم د دغې ازموینې په پای کې وویل: «باید یوه شېبه هم د لوېدیځ د پروګرامونو پر ضد ارامه پاتې نه شو.»
په پنجشېر کې د ځوانانو د برخې مشر عبدالمطلب امیري د طالبانو تر واک لاندې راډیو – ټلویزیون ته ویلي، چې د دغې ازموینې موخه «ذهنیت جوړونه» ده.
د نوموړي په خبره ځوانانو ته په کار ده، چې د دوښمن د موخو پر ضد د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
پنجشیر د طالبانو پر ضد د مقاومت ټاټوبی دی، د مقاومت جبهه د احمد مسعود په مشرۍ د ۲۰۲۱ کال (د اګسټ په ۱۵مه) په پنجشېر کې رامنځته شوه او لا هم د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د پنجشیر او ځینو نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د دغې جبهې سره د تړاو په تور نیولي، بندیان کړي او وژلي هم دي.