له مرګ یوه دقیقه وړاندې څه پېښېږي؟
ساینسپوهان وایي، له زیږون سره د مرګ توپیر دادی چې د زیږون وخت معلوم، خو د مرګ نامعلوم وي.
مرګ هم د زیږون په څېر دی. لکه څنګه چې څوک زیږي، نو هم همداسې له دې دنیا درومي هم، خو له زیږون سره یې لوی توپیر دادی چې د مرګ د دقیق وخت څخه هېڅوګ یا هېڅ ژوندی موجود نه خبرېږي او نه له مرګ وړاندې دقیقې او ثانیې پېژني.
خو له دې هر څه سره، سره بیا هم څېړونکو او ساینسپوهانو ددې لڼدې خو پُر اسراره دورې څېړنه کړې ده چې تاسو به یې په ترتیب سره ولولی.
هغه څه چې د مرګ په شیبه کې پېښې!
د مرګ په شیبه کې هغه احساس او بدلونونه چې د انسان په مغزو کې رامنځته کېږي، د ټولو انسانانو لپاره یو ډول دي. تاسو کله دا فکر کړی چې له مرګ څخه یوه دقیقه وړاندې به څه ډول احساس ولری او په دې شیبه کې به څه ډول فکر وکړئ؟ دا دوه سوالونه د اکثرو انسانانو تر منځ دود دي خو ډېر کم پیدا کېږي چې ددې په اړه بې تفاوته دي.
دا هم ولولئ: تازه څېړنې په ډاکه کوي چې په اسیا کې هوا توديږي
په دې اړه د څېړونکو موندنې!
د امریکا د کیمیا پوهانو او ډاکټرانو یوې ډلې د خلکو د مړینې او یا له مرګ څخه د بیرته راګرځیدو په وخت کې د پراخو څیړنو په پایله کې موندلې چې له مړینې یوه دقیقه مخکې، مړ کېدونکې کس ته داسې څوک لاسونه ورغوځوي، ته وا یو ویروونکی فلم ګوري. په دې حالت کې د انسان دماغ یو ډارونکی غبرګون ښيي؛ داسې غبرګون چې هغه ویره د انسان له زغم څخه د باندې وي. خو تر مرګ مخکې د انسان په مغزو کې د دې وېرې لامل څه دی؟ د دغې علمي ډلې څېړنه وایي: له مرګ وړاندې پر انسان داسې ویره راځي او داسې احساس وکړي چې کاملاً بې شعوره شي او په دې وخت کې د دماغ یوه برخه چې تهلامس نومېږي، د فشار په وړاندې ډېره حساس شي. تهلامس د ذهني فشار، د ځینو هورمونونو او کیمیاوي موادو په خوشې کېدو سره غبرګون څرګندوي.
څېړنې دا هم په ډاګه کړې چې د مرګ په وخت کې انسان هڅه کوي تر څو ددې ویرې په مقابل کې غبرګون وښيي او مقابلې ته یې ځان چمتو کړي، خو هېڅ یې له وسه نه کېږي، ځکه داد الله تعالی هغه پرېکړه ده چې انسان یې نه شي بدلولی. له بله طرفه د زنکدن په وخت کې ساه ورکوونکی شخص له ډېرې ویرې د چیغو وهلو هڅه کوي، خو له خولې څخه یې نه شي ایستلی او نه چیغې وهلی شي.