له ملګرو ملتونو د متقي غوښتنه؛ د افغانستان څوکۍ دې اوسني حکومت ته وسپارل شي

له ملګرو ملتونو د متقي غوښتنه یو ځل بیا مطرح شوې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د افغانستان څوکۍ باید د اوسني حکومت استازو ته وسپارل شي.
متقي دغه څرګندونې په کابل کې د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې غونډې او د نړیوال تعامل په اړه خبرې شوې دي.

متقي: د افغانستان استازولي د افغان ولس حق دی
د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي ویلي چې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې د طالبانو د استازو حضور کولی شي له نړیوالو ادارو سره د تعامل زمینه پراخه کړي.
هغه ویلي:
“د افغانستان استازولي د افغانستان د حکومت مسوولیت او د افغان ولس حق دی.”
له ملګرو ملتونو د متقي غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله هڅه کړې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، خو دغه غوښتنه لا هم نه ده منل شوې.

د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني حکومت له استازي سره ده
اوس مهال د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې د پخواني حکومت له استازي نصیر فایق سره ده.
فایق په بېلابېلو نړیوالو غونډو کې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې او د هغوی د رسمیت پېژندنې مخالفت یې څرګند کړی دی.
ملګرو ملتونو د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه یاد کړي
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي، طالبان لا هم د نړیوالې رسمیت پېژندنې له مهمو شرطونو لرې دي.
نړیوالې ادارې ټینګار کوي چې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو موضوعات د افغانستان د نړیوال تعامل لپاره مهم شرطونه بلل کېږي.

طالبان بیا وایي، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي، خو ځینې موضوعات د “دیني ارزښتونو” برخه ګڼي.
نړیوال تعامل لا هم محدود دی
له نږدې پنځو کلونو راهیسې طالبان د افغانستان اداره په لاس کې لري، خو تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.
له ملګرو ملتونو د متقي غوښتنه داسې مهال بیا مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له نړیوالو بنسټونو سره خپل سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل پراخ کړي. له ملګرو ملتونو د متقي غوښتنه



