له هر ډول زده کړو د نجونو راګرځولو ته غبرګونونه
طالبانو د نجونو پر مخ د طبي زده کړو دروازو تړل کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي
په افغانستان کې د طبي او نیمه لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو د زده کړې بندیدو په اړه د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړې پراخ او توند کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
په دې غبرګونونو کې نه یوازې د طالبانو مخالفو ډلو عکس العمل ښوولی، بلکې د طالبانو په لیکو کې ځینو کسانو پر ټولنیزو رسنیو دغه پرېکړه غندلي ده.
له شرعي نصوصو هاخوا پرېکړه کول
د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ملي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو دغه عمل یو وحشتناک جنایت بللی دی.
دغه بنسټ ویلي: “طالبانو د هیواد ښځې او نجونې له کوم شرعي او شرعي اجازې پرته له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي.”
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې فوزیه کوفي هم دغه بندیز ته په اشارې سره د طالبانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل
نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی
نور ولولئ: د طالبانو لخوا پر ښځو د طبي زده کړو بندیز ته د بریتانیا د سفارت غبرګون
تر دې مخکې هم یو شمیر سرچینو سنیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د ټولو طبي او ثانوي زده کړو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي.
سخت غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو دا پرېکړه سخت غندل شوې او په کور دننه افغان ځوانانو تر سخت محدودیت سره سره هم په خپلو پاڼو له افغان نجونو بښنې غوښتي.
ټولنیز فعال عبدالله په خپله پاڼه لیکلي: ” خویندو ما وبښئ درته ملامته خجالته یم او یو، لاسونه او خولې مو تړلي څه نشو کولی”.
نوید بیا په خپله اېکس پاڼه لیکلي: ” د افغانستان میرمنو سره د ظلم یو بله نه جبرایدونکي پریکړه! د عامې روغتیا وزارت ویلي: سر له سې شنبې طبي انسټېټیوټونه (قابلګي، د غاښونو پروتېز، نرسنګ او لابراتوار) ته د انجونو محصلیونو په شمولیت او روانو درسونو بندیز ولګید. اې د عدالت ربه”
په زیات شمېر افغان ځوانانو بیا دا پرېکړه په کنایوي ډول په اشعارو کې غندلې او د ناهیلۍ غږونه یې پورته کړي.
سباوون ساحل دا لنډۍ لیکلې:
د جهالت ابۍ دې مړه شي
چې نور بې علمه بچي نه راوړي مئينه
بل لور ته د طالبانو پخواني مشهور ترانه ویوونکي سراجي خپل ژور درد په یوه ترانه کې بیان کړی او ویلي یې دي:
څه به نور ووایمه
څه د ویلو نشته
د قلم نوکه وچه
رنګ د لیکلو نشته