لوبې خبرونه

له هند سره د افغان لوبډلې ننګونکي او جالبه لوبه؛ هند افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هند او افغانستان ترمنځ د تېرې شپې لوبه تر ټولو جالبه او تماشه‌چیانو لپاره د پام وړ وه، ځکه دوه ځلې مساوي شوه

د کرېکټ په تاریخ کې داسې لوبې د نشت په حساب دي، نن افغانستان د هند پیاوړي لوبډله څو ځلې له ننګونو سره مخ کړه او لږ تر لږه دوه ځلې دواړه لوبډلې مساوي شوې خو بالاخره په دویم سوپر اوور کې هند د لوبې په ګټلو بریالی شو.

ددې شل اوریزې لوبې لومړۍ هدف هند ورکړی و، افغانستان د هند ۲۱۲ منډې پوره کړې خو ۲۱۳ یې نه کړې.

کله چې دا لوبه مساوي شوه په سوپر اوور کې بیا افغانستان هند ته ۱۶ منډې وکړې چې په بدل کې یې هند هم ۱۶ وکړې خو ۱۷ یې نه کړې، له دې سره دا لوبه دویم ځلې بیا مساوي شوه.

په دریم ځل افغانستان ته د هند ټاکلی هدفت

په درېیم ځل هند افغانستان ته هدف وټاکه دا ځل منډې تر ټولو کمې وې.

هند په یوه اوور کې ۱۱ منډې جوړې کړې او افغانستان په یوه اوور کې د هند دوه لوبغاړي اوټ کړل.

419220819 884485250348208 1392239368255178341 n

خو ورپسې افغانستان دا ځل د دغو کمو منډو جوړولو په هڅه دوه لوبغاړي محمد نبي او بیا رحمان الله ګوربز اوټ شول او هند بالاخره لوبه وګټله.

له دې ډېرې جالبې سیالۍ وروسته هند له افغانستان د شل اوریزو سیالیو دا لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

له دې وړاندې د لوبې حالت

د هند د ۲۱۳ منډو هدف پسې د افغانستان د پیل توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه خو له ۹۰ منډو ملګرتیا وروسته رحمان الله ګوربز کېچ اوټ شو.

په هغه پسې د پیل بل توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ هم د منډې جوړولو پر وخت په ۵۰ منډو وسوځېد.

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: د وزیر اکبر خان دویمه درجه کرکټ سیالیو کې به ۳۷ لوبډلې لوبېږي

دوی دواړو د افغانستان لپاره له ښه پیل سره پنځوسیزې جوړې کړې.

په دې لوبه کې محمد نبي د سر سر په دوه شپږیزو وهلو سره نړیوال شل اوریز کرېکت کې سل شپږیزې هم پوره کړې، هغه نن د افغانستان په ګټه ۱۶ بالونو کې ۳۴ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې دریو افغان لوبغاړو نیمه سلیزې وکړې، د ګلبدین نایب پنځوسیزې بیا افغانستان بل پړاو ته ورساوه چې لوبه یې مساوي کړه.

afghan team1

د افغانستان لخوا له پیاوړې توپ اچونې او ښه پیل وروسته هندي لوبډلمشر روهېت شرما او بل پیاوړي لوبغاړي ریکو اوږده ملګرتیا وکړه او د هند منډې یې تر ۲۱۲ ورسولې.

دا له هغې وروسته چې افغان لوبډلې په لومړیو څلورو اورونو کې د هند څلور پياوړي لوبغاړي اوټ کړي وو هغه مهال هندۍ لوبډلې یوازې ۲۲ منډې جوړې کړې وې.

روهېت شرما او ریکو د هند په ګټه د نږدې ۲۰۰ منډو اوږده ملګرتیا وکړه چې د هند په خلاف د افغانستان په لومړۍ بریا یې څه سیوری وغوړاوه، کنه نن د افغانستان پیل د بري و.

د افغانستان فرید احمد په خپلو څلورو اورونو کې شل منډې ورکړې او درې مهم هندي لوبغاړي یې د لوبې په پیل کې اوټ کړل.

دا لومړۍ ځل دی چې هند او افغانستان خپل منځي شل اوریزې سیالۍ کوي، له دې مخکې دواړه لوبې هند ګټلې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button