هنر او ادب

له هنر سره د طالبانو دښمني؛ هرات کې یې د ښګلو هنرونو تړلی

د طالبانو امر بالمعروف هرات ولایت کې د (نګارخانه بهزاد) په نوم د ښکلو هنرنو مرکز تړلی

طالبانو د افغانستان له فرهنګ او هنر سره داسې چلند کوي لکه دا هېواد چې هېڅ د کلتور یا فرهنګ ټاټوبی نه وي.

دغه کورس چې له څو لسیزو یې د رسامۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ برخو کې ځوانانو ته روزنه ورکوله په دې پلمه وتړل شو، چې د زده‌کونکو په منځ کې دوه تنه یې نجونې وې.

نور ولولئ: د سینما هنر ملاتړ ته اړتیا لري

د بهزاد د ښکلیو هنرونو دغه کورس چې هم په کور د ننه او هم بهر کې یې ځانګړی نوم درلود سلګونه رسامان، انځورګران او نقاشان روزلي، چې د هغوی پنځول شویو اثارو نړۍوالې جاېزې هم ترلاسه کړې دي.

دغه مرکز چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هنرونو زده کړې برخه کې کار کاوه، طالبانو نن سهار له دې امله تړلی چې ولې پکې نجونو ماشومانو د خطاطۍ هنر زده کاوه.

په دې مرکز کې وړو نجونو هم هنر زده کاوه

سرچینې وايي، طالبانو د دغه مرکز دروازه وتړله او ګوتڅنډنه يې وکړه، چې څوک يې هم د بېرته خلاصېدو اجازه نه لري.

ويل کېږي په دغه مرکز کې د استاد محمد ابراهيم حبیبي د لاس په سلګونو بېلابېل هنري اثار هم نندارې ته اېښودل شوي و.

طالبانو څو ورځې وړاندې د افغانستان په غزني ولايت کې هم دوه ښوونیز مرکزونه او يو خصوصي ښوونځی له دې امله تړلي و، چې ګنې نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو لپاره ورتللې.

نور ولولئ: صحرا کریمي:د پارلمان یوه وکیله هڅه کوي چې د بهزادسینمانه سوداګریز مرکز جوړکړي

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان مېرمنې او نجونې نه یوازې د کار کولو او زده‌کړو راګرځول شوې؛ بلکې د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې د داسې بندیزونو سره مخامخې دي، چې نن سبا یې د نړۍ په یو ګوټ کې هم ساری نه لېدل کېږي.

د طالبانو له هر دا ډول اقدام سره د بې کارۍ کچه لوړېږي

طالبان هغه څه له منځه وړي چې د دوی نه خوښېږي چې په دې سره ګڼ کسان هم بې کاره کوي. کارپوهان وايي، د بېکارۍ یو لامل دادی چې طالبان هر مرکز او فعالیت تړي او دروي، خو دا نه ګوري چې دا کار به د افغانستان راتلونکې ته څومره زیانمن وي او څومره کسان به ورسره بې کاره کېږي.

په وروستي ګام کې طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونه وتړل، چې ورسره شاوخوا شپېته زره مېرمنې وزګارې شوې، هغه مېرمنې چې د ټولې کورنۍ لګښت او نفقه ورترغاړې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button