ژوندژوند او ټولنه

له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د ځینو نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس ۱۶۵ زره افغان کډوال له پاکستان افغانستان ته تللي دي

سي این این او ځینو نورو نړیوالو رسنیو ویلي چې پاکستان په جبري توګه ۱۶۵ زره افغان کډوال ایستلي او افغانستان ته تللي دي چې په دوی کې زیات زیان لیدونکې افغان ماشومان او ښځې دي چې په دې برخه کې نړیوال بشر حقونو سازمان هم اندېښنه ښودلي ده.

د پاکستان حکومت له‌خوا د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو ضرب الاجل له پای‌ته رسېدو وروسته فرانس‌پرېس خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، تراوسه شاوخوا ۱۶۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور ولولئ: طالبان د افغان کډوالو له نیکو سره مخامخ دي؛ طالبان وايي پاکستان به افغان ښځې او ماشومان نه بایومیتریک کوي

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو څو ورځو کې زرګونه افغانان له سرپناه، اوبو او خوړو پرته په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په تمه وو.

ځینې رسنیو یاد ارقام لږ ښودلي

بل پلو د ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې دمګړۍ تر ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پا کستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه ۱۴۸۲۶۷ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

د تورخم تر څنګ د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د پولې په اوږدو کې چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۲۹ ماشومانو په ګډون ۲۹۴ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کوټه کې پوليسو لږ تر لږه ۵۷۲ کډوال نيولي او توقیف ځایونو ته يې لېږدولي دي.

ځینې اسناد لرونکې افغان کډوال هم نیول شوي

خو د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۲۰۰ افغان کډوال له هغه وروسته بېرته خوشې شوي چې د باور وړ اسناد یې وړاندې کړل.

د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو لپاره د پاکستان له‌خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د بې اسناده کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل کړي دي. د پاکستان دغه اقدام بیا په پاکستان دننه او بهر له بېلابېلو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په تورخم او سپین بولدک کې په زرګونو افغان کورنۍ بند پاتې دي، چې نه ورته خواړه شته او نه هم نور خدامات ورسېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button