ژوند او ټولنه

له کاره د ستړیا پر لاملونو پوهېږی؟

ځینې لاملونه شته چې له کاره د انسان په ستړیا کې رول لري

نویو څېړنو له کاره د یو چا ستړي کېدلو په اړه نوي معلومات خپاره کړي او د یادې ستونزې په اړه یې ځینې لاملونه خپاره کړي دي.

خو څېړنو له کاره د ستړیا شپږ مهم لاملونه په ګوته کړي دي: په کار کې زیان، ناکافی خپلواکي، د لږ بدلون بدیل، له ټولنې لېرې والی، د ارزښتونو نه ورته والی او نا انصافي شامل دي.

afghan (27)
له کاره د ستړیا پر لاملونو پوهېږی؟

دلته نا انصافي د يو مهم لامل په توګه یادولی شو، چې زیاتره کسان یې په تړاو شکایتونه لري. ستاسو د کار نه ستاینه او هېڅ قدر نه کول هم تاسو له کاره ستړی کوي.

تاسو ته ارزښت نه درکول

څېړنو دا هم په ډاګه کړې چې د کار پر مهال تاسو ته ارزښت نه درکول له کاره ستړیا دوه برابره ډېروي. دا اندېښمنونکی حالت دی، خو درملنه یې ډېره ګرانه یا سخته نه ده. خو زموږ ځینې مدیران لا هم دې ټکي ته پام نه کوي.

afghan (37)
له کاره د ستړیا پر لاملونو پوهېږی؟

خپل فکر مو څنګه زموږ اندېښنې زیاتوي؟

له کاره د ستړیا شپږ مهم لاملونه، په کار کې زیان، ناکافی خپلواکي، د لږ بدلون بدیل، له ټولنې لېرې والی، د ارزښتونو نه ورته والی او نا انصافي شامل دي.

له کاره ستړیا او ځان بشپړ ګڼل پیاوړې او ثابته اړیکه سره لري. که موږ په خپل کار کې د بریالیتوب غیر حقیقي تمه ولرو، موږ د خپل ځان په اړه خورا سخت قضاوت کوو او بیا ځورېږو.

نور ولولئ: هغه اړین فعالیتونه چې ستاسو ذهني فشار راکموي

نور ولولئ: د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

ډېری خلک ‘په ځان کې دننه نیوکه’ لري چې دا یو سخت منفي غږ دی. تاسو ته داسې ښکاري چې یو څوک ستاسو په اړه منفي خبرې کوي او ستا له انرژۍ خوند اخلي.

afghan (28)
له کاره د ستړیا پر لاملونو پوهېږی؟

له کاره د ستړیا احساس څخه ځان ژغورل

له اوږدمهاله یا سختې ستړیا څخه مخنیوي لپاره لومړی شرط دا دی چې خپل لومړیتوبونه درک کړئ او په هوښیارۍ ارزونه وکړو، چې موږ په خپلې ارامۍ کې څومره وخت تېروو او څومره نور وخت ته اړتیا لرو.

موږ باید په دې هم پوه شو، اصلي لاملونه کوم دي چې موږ اندېښمنوي، باید ویې پېژنو، چې کنټرول شي.

تاسو کولای شئ په خپل وجود کې دننه نیوکې د ځینو درملنو له لارې غلطې ثابتې کړئ، خو دا کار به ډېرې انرژي ته اړتیا ولري.

د کلمو او ټکو کارول هم کولای شي له تاسو سره له دې احساساتو په وتلو کې مرسته وکړي. دا به ستاسو د فکر کولو په طریقه کې د پام وړ توپیر رامنځته کړي او ډېری وختونه به تاسو د کنټرول احساس وکړئ.

afghan (39)
له کاره د ستړیا پر لاملونو پوهېږی؟

کله چې موږ په دوامداره توګه په خپل کار کې بوخت یوو، دا زموږ د هویت برخه ګرځي. دا حالت ډېر وختونه دومره خطرناک کېږي چې تاسو یې د مخنیوي لپاره ښايي لار ونه ومومئ.

څومره چې موږ خپل ډېر وخت کار ته ورکوو، په خپل ژوند کې له نورو چارو لېرې پاتې کېږو.

تاسو باید له دا ډول لاملونو سره د مبارزې چل زده او پرله‌پسې تمرین وکړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button