نړیوال خبرونه

له کاناډا زېلنسکي غوښتي چې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي

د اوکراین ولسمشر د کاناډا له صدراعظم غوښتي چې د اوکراین تر بریا ددې هېواد تر څنګ ودرېږي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي له کاناډا غوښتنه کړې چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي.

زېلنسکي دغه څرګندونې پرون جمعه د سپټمبر ۲۲مه د کاناډا پارلمان ته د وینا پر مهال کړې دي.

نور ولولئ: سوډان کې وروستي بریدونه؛ کېدای شي دغو بریدونو کې د اوکراین لاس وي

نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې کاناډا په تېرو جګړو کې د «تاریخ روښانه لوري» ته وه او په وینا یې، دې جګړه کې یې د زرګونو کسانو د ژغورنې لپاره مرستې کړې دي.

د افغانانو په څېر اوکرانیان هم له هېواده وځي

اوکرایني وګړي د نورو افغانانو په څېر نورو هېوادونو ته له خپل هېواده پناه وړي، له همدې امله د اوکراین ولسمشر د کاناډا له صدراعظم مننه وکړه. زېلنسکي د جګړې له امله دغه هېواد کې د اوکرایني پناه‌غوښتونکې د مېشتېدو له امله له کاناډا مننه کړې.

د ګارډین راپور له مخې، پر اوکراین د روسيې له برید وروسته دا لومړی ځل دی چې زېلنسکي د کاناډا په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي. د یاد سفر موخه د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ د ملاتړ راجلبول ښودل شوي دي.

نور ولولئ: اوکراین له نړۍ وغوښتل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې یو موټی شي

نوموړي د کاناډا لومړي وزیر ته په خطاب کې ویلي: «زه تاسو ته د اوکراینیانو له لوري تاوده سلامونه لرم. تاسو د جګړې په ډګر کې موږ سره مرسته کړې او زموږ تر بریا له موږ سره پاتې شئ.»

په نړیواله کچه د اوکراین هڅې

کله چې اوکراین له روسیې سره په جګړه کې ښکېل شو، نو له نړیوالو یې وغوښتل او لا هم هڅه کوي چې د اوکراین په ګټه نړیواله اجماع رامنځته کړي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټرډوو له زېلنسکي سره د لیدنې پر مهال ویلي، دغه کتنه له دې امله وه چې وښايي له اوکراین سره په کلکه ولاړ دي.

هغه د راتلونکو درېوو کلونو لپاره په کاناډا کې د جوړېدونکو ۵۰ ټانکونو لپاره د اضافي مرستې لپاره د ۶۵۰ میلیونه کاناډايي ډالرو د مرستې اعلان هم وکړ.

پر دې سربېره د نړۍ نور هېوادونه په خاص ډول غرب له اوکراین سره د مسکو په مقابل کې د وسلو، پیسو او نورې مرستې ورسره کوي. خو اوکراین د ناټو سازمان له غړو هېوادونو بار بار ګیله وکړه چې دوی په یاد سازمان کې د اوکراین غړیتوب ځنډوي او اوکراین د همدې په خاطر د جګړې قرباني شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button