Uncategorized

له کندهاره سرچینې: خلیفه سراج الدین حقاني له ملا هبت الله سره لیدنې ته قانع شوی

اړوند خبرونه: 

سراج حقاني وايي، د نجونو د زده‌کړو اختلافي مسئلې ته مناسب حل لټوي

سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري

له کندهاره د افغان‌ناو_سرچینې وايي چې خلیفه سراج الدین حقاني ددغه ډلې له امیر ملا هبت الله اخوندزاده سره لیدنې کتنې ته قانع شوی دی.

د څو میاشتو خاموش احتحاج او انزوا وروسته، د طالبانو  وزیر داخله سراج الدین حقاني د ملا یعقوب او د عبدالحق وثیق لخوا قانع شو چې کندهار ته سفر وکړي او د طالبانو له ستر مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري.

حقاني  د ۴ میاشتو را پدیخوا په خاموشۍ سره د ښځو د زده کړې او پراخو اصلاحاتو په اړه اعتراض کاوه او وزارت ته د راتګ نه ځان ګوښه ساتلی وو .

په کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د غونډې په جریان کې، هبت الله په اصولو کې د ښځو د زده کړې د بیا پرانستلو سره موافقه وکړه مګر اوس هم قوي ملاحظات لري .

د شیخ هبة الله د ملاحظاتو  ډول یا ماهیت لا تر اوسه روښانه نه دی، خو دا پرمختګ د دې موضوع په اړه د طالبانو د مشرتابه په داخلي دریځ کې د احتمالي بدلون نښه  څرګندوي .

همدا ډول تر اوسه لا څرګنده نده چې خلیفه سراج الدین حقاني به له دغه ملاقات نه وروسته د کورنیو چارو وزارت ته ستون شی کنه ؟

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button