نړیوال خبرونه

له ګاک شرکت سره د ۴ هوايي ډګرونو د هوايي چلند د امنیت تړون

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بالاخره د متحده عربي اماراتو له ګاګ شرکت سره د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو امنیتي تړون لاسلیک کړ. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له دې شرکت سره درې کلن قرارداد شوی چې له مخې به یې ۷۰۰ پخواني کارکوونکي بیا په دندو وګومارل شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «د ګاک په نوم د متحده عربي اماراتو له شرکت سره د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات د هوايي چلند تړون لاسلیک شو. دا تړون د هوايي چلند د امنیت له لوري وشو.» دا وزارت وایي، یاد تړون به د سترو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلولو لپاره هم لاره هواره کړي.

د دې تړون پر بنسټ، ګاک شرکت باید د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارو پخواني کارکوونکي پر دندو وګوماري او یوازې مسلکي بهرني کسان ټاکلی شي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «ګټه په‌کې ډېره ده او بل هوايي کرښې به دې سره باور ډېر پيدا کړي. هغه بهرني هوايي کرښې چې تر اوسه یې الوتنې ځنډول شوي، خپلې الوتنې به پیل کړي او د افغانستان په ګټه دی.»

  نور یی ولوله | افغانستان په تمریني لوبه کې د زمبابوې ایلیون لوبډله ماته کړه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د اماراتو ګاک شرکت هغه الوتکې چې افغانستان ته خپلې الوتنې پیلوي هم بیمه کوي. ورته مهال د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو د پیل لپاره د هېواد د یو شمېر هوايي ډګرونو د امنیتي چارو د تړون لاسلیکېدل مهم ګڼي. د اقتصادي چارو کارپوه شکیب میر وايي: «په‌دې سره به هغه افغان سوداګرو ته چې غواړي نورو هېوادونو ته د هوا له لارې خپل تولیدات واستوي، ډېره ښه زمینه به ورته برابره شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «که له اقتصادي اړخه قطر یا ترکیه راتلل، کومه ستونزه مو نه‌درولوده. امارات هم د پانګونې ښې سرچینې لري او کولای شي پر دې ډګرونو پانګه‌ونه وکړي، خو یوه شرکت ته د یوه هېواد د هوايي ډګرونو ټولې چارې سپارل چې که هغه امارات، قطر او ترکیه هم وي، زما له نظره په بشپړ ډول د منلو وړ نه‌دی.» په امارتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل پر دې باور دی چې له دې تړون سره به د هېواد د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه لوړه شي.

د هېواد د ځینو هوايي ډګرونو د خدماتی چارو د ترلاسه کولو لپاره د یوه ګډ قطري- ترکي او اماراتي شرکت ترمنځ سیالۍ روانې وي چې بالاخره د ګاک په نامه یوه اماراتي شرکت دغه سیالۍ وګټله او ورسره به په یادو هوايي ډګرونو امنیتي او ځمکني خدمات وړاندې کړي، خو لا هم د افغانستان د هوايي حریم د تړون پر سر خبرې روانې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button