ژوند او ټولنه

لوبیا انسان ته څومرره ګټه لري؟

لوبیا انسان ته څومرره ګټه لري؟ لوبیا یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه ګڼل کېږي چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او استعمال یې د روغتیا لپاره اړین وي.دا خواړه کولی شي چې د انسان د بدن ډېر وېټامنونه پوره کړي.

لوبیان د سترګو د نظر له کمزورۍ نېولې د وینې تر کمښته پورې د ټولو ستونزو په درلودلو سره ډاکتران لارښوونه کوي چې لوبیا استعمال کړئ.لوبیا پخپل جوړښت کې پروټین، فایبر، فولیټ، میګنیزیم، پوتاشیم او نور اړین غذایي توکي لري چې د ګټو په نظر کې د نېولو سره ورته د غریبانو غوښه هم ویل کېږي.یعنې غریبانان کولی شي چې د غوښې پر ځای لوبیا استعمال کړي.

همدا راز په لوبیا کې فولیټ او فایبر په ډېره اندازې سره وي چې د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي او شریانونه آزاد ساتي.په لوبیا کې موجود ډاییټري فایبر د هضم لارو لپاره د جیلو په ډول سره کار کوي او د کلیسترولو په خارجولو کې مرسته کوي او د استعمال په پایله کې یې اضافي او منفي کلیسترول له منځه ځي.

دغه راز لوبیا د انټي اکساید درلودونکی وي چې ژامو ته پیاوړتیا ورکوي. د وینې شکر برابر ساتي او د اوسپنې کمښت پوره کوي. ترڅنګ د لوبیا استعمال وزن کموي او په ورځني ډول یې استعمال په وزن کې په تېزۍ سره کمښت راولي.

img 20210527 143947

خو پوښتنه داده چې لوبیا به څه ډول استعمالوو، ددې لپاره د شپې لخوا لوبیا په اوبو کې واچوئ او بیا وایشوئ او په بېلابېلو خوړو کې استعمال کړئ.او د دې نه پرته عام وګړي کولی شي چې صرف لوبیا هم ځانته استعمال کړي او بغیر له نورو خوراکو ېې وخوري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button