لوبې خبرونه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي راډیو ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړد هېواد کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون ترمابین پرون د افغانستان غوره ليګ د تنظيمولو په برخه کې ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک شو.

د دواړو ادارو دغه غغونډه د کابل په سرينا هوټل کې ترسره شوه، د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي او د ملي راډيو ټلويزيون مشر اسماعيل مياخېل ترمنځ ياد هوکړه ليک لاسليک شو.د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: ((فرهان يوسفزي په دغه ناسته کې وويل، افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون ګډې موخې لري، له شک پرته د دوو ملي ادارو يو ځاى کېدل به هرو مرو ډېرې لاسته راوړنې ولري.او اینده کې به دواړه ادارې کامیابې وي.

د کرکټ بورډ مشر ښاغلی يوسفزي د دغه غونډې پر مهال ويلي دي، چې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ لوبې به يو ځل بيا پيل شي او د کرکټ نړيوالې شورا له لوري زموږ ليګ روڼ بلل شوى او ادارې ته يې د ياد ليګ د لوبو کولو اجازه ورکړې او موږ به وکولى شو چې دغه ليګ په ښه توګه ترسره کړو.خو نوموړي دا نه دي ويلي، چې ياد ليګ به کله ترسره شي او همدا راز سنکسر سره روانه قضيه يې کوم ځاى ته رسېدلې ده.

ملي راډیو ټلویریون مشر مياخېل په ياده غونډه کې ويلي دي، چې له دې وروسته به افغانستان کرکټ بورډ زموږ ستراتيژيک او اوږدمهاله ملګرى وي چې دا دى نن د افغانستان غوره ليګ او شپږيزه کرکټ ليګ تړونونه لاسليک کوو او افغان کرکټ ته به لا ډېر پرمختګ ورکوو.بل لوري ته په ياد تړون سختې نيوکې هم شوې دي، چې د مينه والو تر څنګ د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاپور ځدراڼ او د ملي لوبډلې پخواني منېجر شېر اغا همکار په دې تړون سختې نيوکې کړې دي.

  1. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ

هغه ویلي چې دا يو غېر قانوني تړون ترسره شوى دى او همدا راز هېڅ ډول معلومات يې هم له خلکو سره نه دي شريک شوي. دوى په خپلو پوسټونو کې دا هم ويلي دي، چې فرهان يوسفزي د ميليون جام ليګ مخه نيولې ده، چې دوى پکې ډېرو خلکو ته د عايد زمينه برابره کړې وه.هغه وايي چې اوسنی د کرکټ بورډ مشران د کرکټ په منجمنټ کې ناکام راغلي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button