افغانستان

لوی درستیز: پاکستان له اعلان سره سره څو ځلې اوربند مات کړی دی

د افغانستان لوی درستیز د پاکستان پوځ د لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې د سرغړونو دوام به له قاطع او سخت ځواب سره مخ شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او لوی درستیز د پاکستان پوځ د لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړ. د چارواکو په وینا، د اوربند د وخت له پېلېدو وروسته د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

AP26077644832352 1

د هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه ځانګړي پیغام کې وویل چې دا اوربند د ملګرو هېوادونو په منځګړیتوب اعلان شوی او افغان ځواکونه ورته په بشپړه توګه ژمن دي.

د لوی درستیز خبرداری او د پاکستان بې‌باوري

خو د هغه په وینا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اوربند د ماتولو پېښې په وار وار لیدل شوې دي. لوی درستیز زیاته کړه چې حتی د کوچني اختر په لومړۍ ورځ (پنجشنبه/ د کب ۲۸مه) هم یو شمېر ملکي وګړي د دوی په بریدونو کې وژل شوي دي.

2026 03 16T173135Z 927006555 RC2S5KAJQYW7 RTRMADP 3 AFGHANISTAN PAKISTAN 1024x683 2

د دفاع وزارت دغه لوړپوړي مقام، یعنې لوی درستیز څرګنده کړه چې دا کړنې د پاکستان د پوځ «بې‌باوري او چلبازي» په ډاګه کوي. هغه ټینګار وکړ چې له دې سرغړونو سره سره، افغان ځواکونه تر اوسه اوربند ته ژمن پاتې شوي او هېڅ ډول غچ اخیستونکی اقدام یې نه دی کړی.

خو په ورته وخت کې، لوی درستیز یو کلک خبرداری هم ورکړ چې که دا ډول تېري او کړنې بیا تکرار شي، نو د اوربند دوام به بې‌معنا شي او افغانستان به اړ شي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره «قاطع او سخت ځواب» ورکړي.

دا هم ولولئ:  طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

پر کونړ ولایت بریدونه او د لوی درستیز دریځ

بل لور ته، ځايي سرچینو راپور ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت ځینې سیمې، په ځانګړي ډول د ناړۍ او مرورې ولسوالۍ، د توپونو په ګولیو ویشتي دي. د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو د چهارشنبې په ماښام او د پنجشنبې په سهار د کونړ ولایت په یادو دوو ولسوالیو کې بې رحمانه توپونه ویشتي دي.

Qari Fasihuddin Fitrat 1

دا پېښې او سرغړونې درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په کابل کې د معتادانو پر یوه درملنیز مرکز خونړي هوايي بریدونه وکړل. د همدې وضعیت په غبرګون کې د هېواد لوی درستیز د خپلو ځواکونو د بشپړ چمتووالي خبره کړې ده. د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت دغه موقت اوربند د ترکیې، سعودي عربستان او قطر په غوښتنه او منځګړیتوب اعلان شوی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button