لپټاپ لرونکوته ضروري؛ په دې ۵ لارو مو د کمپیوټر د ګرمیدو مخه ونیسئ
لپټاپ د اندازې، ډېزاین، بڼې، کارول شویو پرزو او غټې بټري لرلو له پلوه، تل ګرمېږي. که له حده زیات وکارول شي، بدنه یې ګرمه، کارول یې ورو او د وخت په تېرېدو، له زیان ویني.که د کمپیوټر د ګرمېدلو نښې وینئ یا نه، خو ښه ده دلته څو یادې شوې لارې چارې د کمپیوټر د سوړ ساتلو لپاره په پام کې ونیسئ.
- د برق د لګښت تنظیمات له high performance څخه balanced یا power saver ته بدل کړئ
د دې کړنې په څارلو، د اپلېکشنونو د کارولو پر وخت د زیاتو وړانګو د کارېدلو څخه مخنیوی کېږي.
که غواړئ کمپیوټر کې ګېم وکړئ یا بل هر څه چې د کارېدونکې دستګاه څخه زیات توان غواړي، کولی شئ high performance ته ولاړ شئ.
په وېنډوز ۱۰ کې د برق د لګښت په مخنیوي کې دا ګامونه واخلئ.
Start ته لاړ شئ.
Settings ته لاړ شئ.
System ته لاړ شئ.
power and sleep کلېک کړئ.
Related settings په برخه کې د Additional power settings په لېنک کلېک وکړئ.
په مک کې د برېښنا د ذخیره کولو لپاره دا لارښوونې وګورئ.
پورته کېڼ طرف په Apple کلېک وکړئ.
وروسته system preferences وټاکئ.
له هغه ځایه Energy saver کېکاږئ.
اوس د اړتیا په اندازه رڼا وټاکئ.
له خاورو او دوړو څخه د کیبورد د بټنو د پاکولو لپاره له اسپرې ګټه واخلئ
د څو ځلي ځای پر ځای کولو یا په یوه ځای کې د کمپیوټر ساتل، په fan یا په وړو دریڅو ( هوا کش) دوړې کیني. دا ارزان بیه اسپرې په آسانۍ له بازار څخه تر لاسه کولی شئ، چې له سر درد مو خلاصوي. یوازې لپ ټاپ ګُل او وروسته د اسپرې په مرسته دا هوا کشونه پاک کړئ.
له سوړ پد کار واخلئ
هغه پدونه چې سوري او خالیګاه لري، کولای شي لپټاپ ته د هوا جریان زیات کړي، خو د یو یا څو فنونو کارول پرې، د کمپیوټر د سوړ ساتلو سره مرسته وکړي.
د امکان تر حده خپل کاري ماحول سوړ وساتئ
کمپیوټر هم د انسانانو په څېر تهويې (د هوا جریان) سیسټم ته اړتیا لري. د کمپيوټر سرور د خونې د ۷۰ فارنهایت درجې (۲۱ سانتي ګرېډ) یا تر دې لږ سره عیار شوی. د کورني دفتر لپاره د دې اندازې تودوخې ډېر سپارښت کېږي.
که کار نلرئ، لپټاپ ګُل کړئ
د تودوخې بدلون د لمر وړانګو او یا نورو څېزونو سره د کمپیوټر مخېدل، خطرناک او ناوړه کړنه ده، دا چې روښانه هم وي او بې ځایه له بټري کمېږي او د خپلې تولید شوي تودوخې سره مخ وي.
د ټولو سیسټمي کړنو څخه لرې، هغه ټول موارد چې ستاسې لپټاپ ته زیان رسوي، متوجه اوسئ، لکه د پټو خورول، غېږ کې نیول، پر نس یا ورنونو د لپټاپ ايښودل (بدن ډېره تودوخه تولیدوي) یادونه وکړو.