لوبېلوبې خبرونه

لږ وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ یو ورځّنۍ لوبې پیل شي

د افغانستان په وخت نن دوه بجې به د پاکستان او افغان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبه پیل شي

ټاکلې نن په شري لنکا کې د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو روځینو لوبو لړۍ پیل شي.

ننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر ۲ بجې د شري لنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې پیلېږي.

د سوپرکولا جام په نوم د دې لوبلړۍ کوربتوب افغانستان کوي.

ددې لوبو کپتان څوک دی

د افغانستان کرېکټ د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، لوبغاړي یې دغو لوبو ته په لوړه روحیه بشپړ چمتووالی لري.

نور ولولئ: افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبډله اعلان کړه

ټاکلې د دې لوبلړۍ دویمه لوبه هم بل سبا (د اکست ۲۴مه) همدغه همبانتوتا کې او دریمه د اګست پر ۲۶مه د شري لنکا پلازمېنه کولمبو کې وشي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پلان شوې چې ورپسې را روانو میاشتو کې د اسیا جام او ‌ نړیوال جام مهمې سیالۍ هم را روانې دي.

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ‌بورډ‌ونو چارواکي‌ هیله من دي‌ چې دا لوبلړۍ به راتلونکو سیالیو ته د دوی د لوبډلو چمتووالي کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د اسیا جام سیالۍ هم د روانې اګست میاشتې په وروستیو کې پيلېږي.‌

د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونه څه تمې لري؟

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوې او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغانستان د سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.‌

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ د روان کال په مارچ میاشت کې وشوه،‌ چې افغانستان ۲-۱ وګټله.‌

پر دې سربېره په تېرو څو لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې او پاکستاني ټیم د ځینو لوبغاړو تر منځ په ځلونو مشکلات راغلي ځکه د پاکستان لوبډله پوهېږي چې افغان ملي لوبډله خورا قوي کېدو خواته روانه ده او یوه ورځ به یې په کرکټ کې راغورځوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button