سات تيرينړیوال خبرونه

مادهوري د کرونا وېروس له امله په انلاین بڼه خلکو ته ډانس ورزده کوي

کورونا ویروس پر مهال ګڼو هېوادونو کې کرنټین لګېدلی دی او خلک تر نامعلومو نېټو پورې په کورونو کې کېنول شوي دي کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او۳۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ دۍ.

د دغه کرنټین پر مهال په انټرنېټ باندې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د ډېری پر کور د ناستو خلکو توجه د نړۍ نوموتو فلمي ستورو، سندرغاړو او ګڼو نورو څېرته ته ډېره شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې په اړه خبرې خورا تودې دي.

په همدې حال کې د هند د بالیووډ سینما نوموتې لوبغاړې مدهوري دیکشېت چې د نورو ګڼو ستورو او عامو خلکو په څېر په کور کې کرنټین ده، خپلو مینوالو ته په انلاین بڼه نڅا ورښيي.

هغه نه یوازې دا چې خپله نڅا تمرینوي، بلکې نورو خلکو ته هم د نڅا مهارتونه ورزده کوي او خلک هم په خورا تودو ولولو سره د هغې ویډیوګانې بدرګه کوي او د خپلې غوښې نڅا د تمرینولو غوښتنه ترې کوي.

ګڼ فلمي ستوري هم د هغې د نڅا ویډیوګانې تعقیبوي او هغې ته په دې کار سره د ستاینې الفاظ لیکي او وايي، چې هغه له کرنټین نه په ښه توګه ګټه اخلي او په دغه سخت وخت کې نورو ته هم ګټه رسوي او څو شېبې یې له ځان سره په یوې بې غمه او هیجانۍ نړۍ کې مشغولوي.

هغه د خپلې نڅا ویډیوګانې په انسټګرام باندې خپروي، چې په زرګونو خلک یې ګوري او د هغې په پوسټ باندې خپل مثبت او یا هم منفې عکس العمل څرګندوي.

مادهوري د کرونا وېروس له امله په انلاین بڼه خلکو ته ډانس ورزده کوي

هغې په انسټګرام کې د خپلې نڅا د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي، چې دا قېمتي وخت مه ضایع کوئ او پوره پوره ګټه ترې واخلئ.

پر مدهوري سربېره ګڼ نور فلمي ستوري هم په ټولنیزو رسنیو راښکاره کېږي او په دې اوزګار وخت کې له خپلو مینوالو سره د زړه خواله کوي او د کورونا ویروس، د کرنټین، د اوزګارتیا او د خپګان او خوښۍ په اړه خپل نظریات له خلکو سره شریکوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button