هنر او ادب

مادهوري ډیکشټ: زه هیڅکله د شهرت له لاسه ورکولو نه یم وېرېدلې

د بالیووډ ستورې مادھوري ډیکشټ وايي، چې له شهرت څخه تل بې پروا ده او له همدې امله یې هیڅکله له لاسه ورکولو ویره هم نه ده لرلې. د هندي رسنیو د راپورونو له مخط، مادھوري ډیکشټ په یوه مرکه کې ویلي، چې زه هېڅکله د شهرت له لاسه ورکولو نه وېرېږم، شهرت زما د ژوند یوه بېله برخه ده، دا چې څنګه ژوند تېروم دا تر هر څه مهمه ده.

هغه وایي، زه تل د خپل هنر د رښتینولۍ په اړه فکر کوم، شهرت نشه راوړونکی دی خو یو شخص پورې اړه لري، ځینې د شهرت عادي وي او له هغې پرته ژوند نشي کولی، زما لپاره له شهرت کار ډېر مهم دی.

ډیکشټ وایي، زه له خپل هنر سره مینه لرم، نڅا خوښوم او د کامرې تر مخ درېدل زما لپاره هر څه دي، زه تل په ښه نیت کار کوم او هڅه کوم. زما په نظر د شهرت جنون ښه نه وي.

هغه زیاتوي، زما په یاد دي کله چې زه هوایي ډګر ته ښکته شوم او بهر راووتلم، هلته کوچني ماشومان په منډو ول او بیا یو له دوی ماته راغی او ویې ویل، اې ګوره! او په لیوالتیا یې وپوښتل، ایا تاسو (یک، دو، تین) یاست؟ ایا لاسلیک راته کولی شئ؟ نو ما ورته لاسلیک وکړ.

مادھوري وایي چې د ستوري په توګه تر ټولو سخته دا ده چې له تاسو څخه د ډیرو شیانو تمه کیږي، له تاسو څخه غوښتنه کیږي، خلک احساس کوي چې دا باید همداسې وي او دوامداره فشار وي. هغه زیاته کړه چې یو ستوری تل د خپلو مینه والو تر فشار لاندې وي، دا هغه څه دي چې هر یو ستوری ورسره مخ کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button