نړیوال خبرونه

مارشال دوستم: عسکر او ملیشې دې طالبانو ته نه تسلیمېږي

د ولسمشر غني پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم پر حکومت پلوه ملیشو او دولتي عسکرو غږ کړی، چې د جګړې پر ډګر وسلې طالبانو ته کښېنږدي.ځکه دا به د افغانستان لپاره ډېر لوی تاوان وي.

مارشال عبدالرشید دوستم له طلوع نیوز سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ترکیې ته د درملنې لپاره تللی او ډير ژر به هیواد ته تر را ستنېدو او له اشرف غني او دفاع وزارت سره تر مشورو وروسته په شمال کې د طالبانو په وړاندې تعرضي عملیات پيل کړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې په شمال کې د روان وضعیت وړاندوینه یې کال وړاندې اشرف غني ته کړې وه.

او هغه ته یې ویلي و، که حالت همداسې روان وي، نو یوه ورځ به دده خپل شخصي ساتونکي هم دده تر څنګ پاتې نشي.دوستم ادعاء کړې، چې په شمالي ولایتونو کې وسلې، مهمات او ولسوالۍ له جګړې پرته طالبانو ته سپارل کېږي، چې دده په خبره، باید څېړنه یې وشي او عوامل یې په ډاګه کړل شي.

img 20210628 093127

نوموړي پر حکومت پلوه ملیشو او دولتي عسکرو غږ کړی، چې طالبانو ته تسلیم نشي او تر څنګ يې ګواښ کړی، چې که له طالبانو سره په جګړه کې مړ هم شي، افغانستان ته به شا نکړي.دوستم داسې مهال طالبانو ته ګواښونه کوي، چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د عملیات په اړه ویل کیږي چې هغوی  بې ساري پوځي پرمختګونه کړي.په تخار، فاریاب، کندز، بلخ،غور او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې طالبانو د ګڼو ولسوالیو مرکزونه نیولي او په ځینو سیمو کې یې د دوستم شته ملیشې په شا تمبولې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button