Uncategorized

مارشال دوستم ولسمشر غني سره په امنیتي وضعیت سلا مشورې کړي

مارشال دوستم ولسمشر غني سره په امنیتي وضعیت سلا مشورې کړي د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال او جګړه مار «عبدالرشید دوستم» له اشرف غني سره لیدلي‌.

ښاغلي دوستم د هیواد د امنیتي‌ وضعیت‌ په اړه ورسره غږېدلی.له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو د وروستي امنیتي‌ وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې له طالبانو سره د جګړې لپاره به د امنیتي‌ ځواکونو ملاتړ کېږي او مشران به یو موټی کېږي.

ښاغلی دوستم داسې مهال له غني سره د امنیتي‌ وضعیت په اړه غږېږي، چې په شمالي ولایتونو کې طالبانو تر بل هر وخت ډیر پوځي پرمختګونه کړي او تازه توانېدلي‌ دي، چې د دوستم پلرنی ټاټوبی او د نوموړي د هستوګنې ځای «جوزجان» ولایت ونیسي.

e8lcfioxiaibfv5
e8lcfioxiaibfv5

تېره ورځ طالبانو په شبرغان کې د دوستم دفتر او د نوموړي کور تر خپلې ولکې لاندې راوست او د امنیه قومندانۍ او نورو تاسیساتو تر څنګ یې د یاد ولایت زندان هم نیولی او بندیان یې خلاص کړي.

باید یاده کړو چې د هېواد امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او هره ورځ په لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي دوی هره ورځ د ژوند د خطر سره لاس او ګریوان وي.باید دا هم یاده کړو چې د افغانستان کندهار او هلمند ولایت کې ورځ تر بلې جنګونه زیاتیږي او عام وګړي ژوند له لاسه ورکوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button