نړیوال خبرونه

ماسکو کې نن د سولې بله غونډه جوړیږي

ماسکو کې نن د سولې بله غونډه رابلل شوې.ویل کیږي چې نن یو ځل بیا ماسکو کې د افغان سولې پر اړه  غونډه جوړیږي او افغان دولت اعلان کړ چې دې غونډه کې به ګډون کوي.دا به د سولې په اړه دویمه غونډه وي چې دغه هیواد کې جوړیږي.

د روسیې دا غونډه هم خورا پراخه او درې اړخیزه غونډه ده ده چې نن تمه ده نن به جوړه سي دا غونډه د ترکیې کنفرانس وړاندې یوځل بیا جوړه سوه.درې اړخیزه غونډه په دې معنی چې دا پارمټ چین، روسیه، امریکا او پاکستان دی دی او نن به د سولې اړوند کنفرانس کې چې ماسکو کې جوړیږي پروګرام برخه وي.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت به د سولې اړوند په هر جوړیدونکي کنفرانس ګډوون کوي او خپله نظریه به شپکې شریکوي.

روسیې میډیا راپور ورکړی چې په دې لوی کنفرانس کې زلمی خلیلزاد، د روسیې چین او پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي برخه اخلي.وړاندې له دې چې دا کنفرانسونه جوړ سي روسیې د افغان سولې په پروسه کې د لويي ونډې مرستې ږغ کړی وو او زیاته کړې يې وه چې د افغان سولې لپاره خپلې همکارۍ جاري ساتي.

د مسکو دا دویم کنفرانس په داسې وخت کې د افغان سولې په اړه جوړیږي چې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل پیل شوي  او دا پروسه به تر راتلوونکي سپټمبر میاشتي پوري بشپړه سي خو لاهم د ورکې سولې کوم څرک نسته.د افغان سولې پر هکله د ترکيې جوړیدونکی کنفرانس چې خورا ډیر مهم وو، تر دې دمه د جوړیدلو څو ځله هڅه وشوه

img 20210430 105623

خو د سولې دا رغیدونکی کنفرانس تراوسه پوري نه دی جوړ شوی چې یوازنی لامل يې همدا د طالبانو نه ګډون دی او کیدلای شي چې لاهم یاد کنفرانس و ځنډیږي تراوسه پوري د یو شمېر هېوادونو هڅه روانه ده ترڅو طالبان دې ته راضي کړي چې د سولې په جوړیدونکي ترکیې کنفرانس کې ګډدون وکړي خو تر اوسه ندي راضي شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button