نړیوال خبرونه

مالیې وزارت :سږ کال تر دې دمه ١١٥ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي

مالیې وزارت :سږ کال تر دې دمه ١١٥ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي د هېواد مالیي وزارت تر دې دمه په روان کال کې ١١٥ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي ویل کیږي چې د سږ کال راټول شوي عواید د تېر کال په پرتله کم دي

ماليې وزارت وایي، ملي بودجه کې د تعدیلاتو له وجهې ټاکلی ١٧٧ میلیارد افغانیو ته واوښت، دې نه مخکې د روان کال د عوایدو را ټولولو لپاره ٢٠٨ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو.دغه وزارت یې لامل په ملي بودجه کې تعدیلات او د کرونا وبا له کبله هدف ته نه رسېدل بولي دويي وايي چې سږ کال کرونا ویروس له امله ډېر کاروبارونه بند پاتې وو او مالیه نه وه راټوله شوې له خلکو نو ځکه

یاد وزارت پروسه کال تر دا مهاله ١٣٣ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي وو، خو سږ کال یې دا مهال ١١٥ میلیارد افغانۍ عواید را ټول کړي چې د تېر کال سره نږدې ١٨ میلیارده افغانۍ کمې شوي ، خو مالیې وزارت وایي، دوی به د کال تر پای عواید نور هم لوړ کړي.سږ کال د کرونا وبا له کبله چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې په ټپه ودرېدې او د افغانستان دننه د ګمرکاتو چارې هم ټکنۍ شوې وې له کبله یې د افغانستان عواید کم شول او اقتصادي راغلل.

بلخوا بیا د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا په اړه وړاندوینه تأیید کړه.د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصاد په تړاو راپور خپور کړی وو او ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر بحران رواندۍ یاد بانک خپور کړي راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد به روان زېږدیز کال کې ډېر پر شا راشي.په راپور کې ویل شوي وو، چې د افغانستان نا خالص تولیدات به منفي ٥ سلنې ته ټیټ شي، د دغه بانک د وړاندوینې پر بنسټ د افغانستان اقتصادي وده به روان کال یو نیم سلنې ته لوړ شي.

د(Asian Development Bank) د افغانستان مسؤول نارندرا سینګرو بیا هیله مندي ورکړې وه، که دوحه کې د سولې مذاکرات بریالۍ پایله ورکړي، دا به راتلونکی زېږدیز کال د افغانستان پر اقتصادي وده مثبت سیوری وغوړوي.د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو خپور کړي راپور کې د افغانستان اقتصادي ودې زیانمېدو عوامل، د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغي، امنیتي ستونزې، سیاسي ننګونې او د افغانستان د خلکو بې کاري ښودلې وه

د کويد۱۹ وبا، سیاسي او اقتصادي ننګونې، امنیتي ستونزې، سوداګریزو لارو او بندرونو تړل د افغانستان همېشنۍ ستونزې دي چې پر اقتصاد یې بد اثر کړی .افغانستان به د اقتصادي ودې د ځوړ پور هله پرې کړي، چې د سولې خبرې بریالۍ شي او د نړیوالو مرستې دوام ولري، د افغانستان اقتصاد به ښه شي

داهم باید یاده کړو چې امید شته چې دوحه کې د افغان سولې بین الافغاني مذاکراتو پر ښې پایلې به افغانستان له بې وزلۍ او بې کارۍ را ووځي.افغانستان کې د بې وزلۍ ستر لامل جګړه او طالبان بلل کیږي.د ځينې سرچینیو له مخې افغانستان ته به یو ځل بیا بهرني کومکونه را جلبیږي او دې سره هم شاید ډېرې پروژې پیل شي دې سره به هم د افغانستان اقتصاد مخ په ښه کېدو شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button