سیمه ییز خبرونهنړۍ خبرونه

مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

د امریکا سنا کې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ مشر مایکل مککال په افغانستان کې د القاعده شتون په هکله د ولسمشر جو بایډن څرګندونې له واقعیته لېرې بللې دي

په دې هکله د امریکا سنا د بهرنیو چارو جرګه ګۍ په یوه وینا پاڼه کې راغلي: ”دا له واقعیتونو څرګند لېریتوب دی چې ولسمشر بایډن ادعا کوي، القاعده نور په افغانستان کې فعالیت نه کوي، یا طالبان په سیمه کې زموږ یو ډول امنیتي شریکان دي. ”

جوبایډن بیا طالبان خپل امنیتي شریکان بللي وو

د یادونې ده، چې تېره جمعه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن نه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له افغانستانه د پوځونو ایستلو پر مهال د ”تېروتنو ” په تړاو پوښتنه وشوه، چې په ځواب کې یې ښاغلي بایډن وویل: ” په یاد به مو وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي و؟ ما ویلي و، چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي و، چې طالبان به موږ سره همکاري وکړي. اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ رسنۍ وګورئ. زما خبرې سمې وې”

د سنا جرګه ګۍ په وینا پاڼه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې ”الظواهري په کابل کې په داسې حال کې وموندل شو، چې د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي په اړوند کور کې یې سوکاله ژوند کاوه، کله چې امریکا هغه له منځه یوړ، طالبان له هغه بریده منکر شول. ”

نور ولولئ: بایډن: طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي به خپلې کورنی ته وسپاري

په وینا پاڼه کې زیاته شوې: ”لوړ پوړو امریکايي جنرالانو پرلپسې رپوټونه ورکړي چې القاعده په افغانستان کې زور اخلي، چې نه یوازې د طالبانو له لوري پرې څار نه کېږي، بلکې امنیتي همکاري او مرسته ورسره کېږي. ”

طالبانو بیا د بایډن د خبرو هر کلی کړی و

د طالبانو حکومت د افغانستان په باب د امریکا ولسمشر جو بایډ‌ن څرګندونو ته غبرګون کې ویلي و: “موږ د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نه شته، د حقیقت درک بولو.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ښاغلي بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي وو: “د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي. په دې اړه زموږ کړني د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي”.

د یادونې ده، چې طالبان په افغانستان کې د القاعده شتون او فعالیت ردوي او ادعا کوي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button