Uncategorized

مایکل والټز: “له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ددې ملت لپاره لوی شرم دی”

د امریکا د استازو جرګې غړي مایکل والټز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د ملت لپاره د شرم وړ بللي دي

دا یوازېنی امریکايي چارواکی نه دی چې له افغانستانه د امریکايي چارواکو وتل د امریکا په تاریخ کې د شرم وړ بولي، بلکې له دې وړاندې هم وار په وار امریکايي چارواکو په دې اړه څرګندونې کړي دي او لا هم په دې اړه بحثونه کېږي.

تازه، د امریکا د استازو جرګې غړي مایکل والټز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «د شرم وړ او د واشنګټن پر لمنه داغ» بللی دی.

د ۱۳ امریکایانو د وژل کېدو په تړاو د اسنادو خپرېدل

والټز چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۷مه ویلي دي چې که جمهوري پال کاندید ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، له افغانستانه د وتلو او د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په تړاو به ټول اسناد خپاره کړي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ ټول په یاد لرو چې له افغانستانه د بایډن شرمناکه وتل یوه غمیزه او زموږ په ملي وجدان باندې یو داغ دی او د هغو ۱۳ سرتیرو کورنۍ چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی باید هره ورځ له دې غمیزې سره مخ شي.

نور ولولئ: د امرالله صالح تازه مرکه: د جمهوري نظام پرځېدل د امریکا د «سي ای اې» کار و

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: د سي اېن اېن نوي موندنې؛ امریکایانو کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي وروسته ځینې کسان په ډزو ووژل

هغه زیاته کړې ده چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ان له کورنیو سره ټیلفوني خبرې هم نه دي کړي.

afghan 2024 07 18t121623.807
مایکل والټز: “له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ددې ملت لپاره لوی شرم دی”

د جوبایډن غلطه ستراتیژي

د والټز په وینا، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن لپاره «یوه بریا» وه.

تر دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې او یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ناوړه وتلو چې له امله یې طالبان بېرته پر هېواد واکمن شول، نیوکه کړې وه.

د چنګاښ پر ۱۲مه د جوبایډن پخوانۍ ویاندې جین ساکي له افغانستانه د ناوړه وتلو په تړاو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په مرکه کې له ګډون سره هوکړه کړې وه.

د افغانستان او په دې هېواد کې د طالبانو بیا واک ته په رسېدو بېلابېلې څرګندونې کېږي، خو اکثره سیاسي شنونکي وايي، امریکا په لوی لاس طالبانو ته وسپاره او په سیمه کې د لویو سیاستونو په تعقیب کې له دغه ډلې کار اخلي.

خو طالبان بیا وايي، دوی امریکا ماته کړې او له دې لارې واک ته رسېدلي دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د جوبایډن نامناسب سیاست برخه یادېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button