افغانستاننړۍ

متحده عربي اماراتو د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

متحده عربي اماراتو د افغانستان له خلکو سره د ژورې خواخوږۍ او همغږۍ پیغام ورکړی، وروسته له هغې چې په مزارشریف او سمنګان ولایتونو کې یوه درنه زلزله رامنځته شوه او ګڼو خلکو ته یې مرګ او ژوبله واړوله.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي اعلاميه کې د زلزله‌ځپلو کورنیو ته خپل تسلیت وړاندې کړی او له ټپيانو سره د ژر روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.

afghan 2025 11 04t100321.327
له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې

په اعلامیه کې ویل شوي چې امارات د افغان ملت له دې غمیزې سره ځان شریک بولي او د بشري مرستو د برابرولو لپاره چمتو دي، څو د زلزله‌ځپلو خلکو د بیړنیو اړتیاوو لکه سرپناه، درملو، او خوړو د برابرولو برخه کې مرسته وکړي.

متحده عربي اماراتو له دې وړاندې هم په ورته طبیعي پېښو کې له افغانانو سره د همدردۍ او عملي مرستې اوږد تاریخ لري.

afghan 2025 11 04t100208.053
له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې

په ۲۰۲۲ کال کې، کله چې زلزلو د پکتیکا او خوست ولایتونه زیانمن کړل، اماراتو څو پوځي الوتکې د بشري مرستو او روغتیایي سامانونو له محمولو سره افغانستان ته ولېږلې.

دارنګه یې د هلال‌احمر له لارې د بیړني غبرګون ټیمونه واستول، ترڅو د مړو راایستلو، ټپیانو درملنې او سرپناه جوړونې برخو کې مرسته وکړي.

د اماراتو د حکومت تازه اعلامیه بیا یو ځل څرګندوي چې د انسانیت په هر حالت کې د مرستې او ملاتړ دریځ ته ژمن دي. د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی چې د افغانستان خلکو ته به تر هغو د مرستو لړۍ روانه وي، څو د اغېزمنو سیمو د بیا رغونې او عادي ژوند د بېرته راستنېدو بستر برابر شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button