نړیوال خبرونه

متحده عربي اماراتو سره د هوايي ډګرونو د مدیریت قراردا به افغانستان لپاره ډېرې ګټې ولري

افغانستان کې د تېر اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو حکومت لومړي ځل لپاره د دریو نړیوالو هوايی ډګرونو د ځمکني چوپړونو هوکړه له یوه عربي شرکت سره وکړه.د یادې هوکړې له مخې به په متحده اماراتو کې د ګاک کمپنۍ د کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو د تنظیم او کنترول مسولیت په غاړه ولري.

د طالبانو او یاد عربي شرکت ترمنځ دا هوکړه (الوتکو ته په هوايي ډګرونو کې ځمکني چوپړونه وړاندې کول) تر نوم لاندې شوې ده.د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني رسنیوته وویل، چې دا هوکړه د ۱۸ میاشتو لپاره لاسلیک شوې ده. د نوموړي په خبره شوې هوکړه عملیاتي ده او امنیتي برخه پکې نه ده شامله.د طالبانو چارواکي وايي ، د یادې کمپنۍ په چوپړونو کې تنظیم او کنترول راځي خو دا چې څه ډول کنترول، په دې اړه یې زیات معلومات ورنه کړل.له دې مخکې د ترکیې او قطر هيوادونو سره د کابل هوايي ډګر کې د چوپړونو هوکړې په سر خبرې روانې وې.

چې د هوايي ډګرونو د تنظیمولو چارې اماراتو ته ورسپارل به د نورو ګټو ترڅنګ اقتصادي ګټې هم ولري دې سره به د نورې نړی افغانستان سره ښه اړیکې جوړې شي او د طیارو له لارې به راکړه ورکړه وکړي.همداراز به ډېری هېوادونه د افغانستان پر نوي حکومت باندې باور زیات کړي او په اسانی به د افغانستان راتګ ته لېوالتیا وښايي.د دې نه وړاندې ډېری هېوادونو ته پروازونه نه کېدل خو اوس ډېر احتمال لري چې نوي تړون سره دغه هېوادونو ته پروازونه بېرته پیل شي. 

نور یی ولوله | راتلونکې زېږدیزې میاشت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیلېږي

باید یاده کړو چې متحده عربي اماراتو پورتنی هوکړه کړې ده هیڅ سیاسي موخه نه لري بلکه دوي غواړي چې د افغانستان سره مرسته وکړي.دوي دا هم نه غواړي چې دا هوکړه باید سیاسي هم نشي او صرف د مرستو کولو پورې متحدوده پاتې شي دوي واي چې دې هوکړې سره به د افغانستان بېلا پېل سکتورونه خپل کارونه بېرته پیل کړي.

متحده عربي امارات په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د نړیوال ایستلو هڅو لپاره د مهم لوژستیکي مرکز وو او زیات شمېر کسانو سره ېې د هېواد نه وتلو کې ډېره مرسته وکړه. دوی د اګست په پیل کې د بحران له پیل راهیسې د شاوخوا 39،827 افغانانو او بهرنیو اتباعو په ایستلو کې مرسته وکړه.د دې نه وړاندې هم د نورو مرستو تر څنګ عربي اماراتو د خوراکي توکو او نورو شیانو مرسته هم کړې ده.دا هم ثابته ده چې دوي د افغانستان په ابادی او خوشالی کې هم ډېره برخه کومکونه کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button