افغانستاننړۍ

متحده عربي امارات: افغانستان ته د زلزله ځپلو لپاره الوتکو کې د مرستو لېږلو ته دوام ورکوو

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس وايي، د دغه هیواد د ولتمشر شيخ محمد بن زايد آل نهيان په لارښوونه د ګډو عملياتو قوماندانۍ له لوري افغانستان ته په مرستو د بار الوتکو لېږد دوام لري.

د شنبې په ورځ په يوه الوتکه کې ۴۰ ټنه خوراکي توکي، استوګنځایونه او نور ضروري وسایل د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو سیمو ته د مرستې لپاره ولېږل شول.

سربېره پر دې، د اماراتو دولتمشر په یوې کښتۍ کې د بېړنیو بشري مرستو د استولو امر هم کړی، چې خوراکي توکي، سرپناه او درمل پکې بار دي، څو د افغان ولس د ملاتړ او د زلزله ځپلو د کړاوونو د کمولو لپاره ورسېږي.

د ګډو عملياتو د قوماندانۍ ټيم د تېرې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته له رسېدو سره سم خپله دنده پيل کړه، څو د زلزله ځپلو خلکو ملاتړ او مرسته وکړي. دا هڅې د اماراتو له لوري د طبيعي پېښو او بېلابېلو کړکېچونو پر مهال د بېړنيو مرستو د برابرولو يوه برخه ده، چې د نړۍ له اړو خلکو سره د پر له پسې مرستې او ملاتړ څرګندونه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button