نړیوال خبرونه

متحده عربي امارات باید اقلیمي او نورو بحرانونو سره مبارزې ته چمتوالی ولري

متحده عربي اماراتو دولت د اقلیمي، نورو پېښو او بحرانونو د مدیریت لپاره باید چمتوالی ولري

په دې وروستیو کې د عربي متحده امارات په ګډون په سیمه کې ځینې نور هېوادونه د شدید توپان او سختو اورښتونو شاهدان وو چې په دغه هېوادونو کې یې ورځنۍ چارې ټکنۍ او کاروبار یې له خنډونو سره مخامخ کړي.

متحده عربي اماراتو کې هم دغه ستونزه راپیدا شوه، ځکه کله چې شدید باران وشو چې په ښارونو کې ټرانسپورټشن ودرېد، هوايي ډګرونه له ستونزو سره مخامخ شول او په ورځنیو چارو کې خنډ رامنځته شو.

که څه هم د طبیعي پېښو مخنیوی ستونزمن دی، خو حد اقل باید ددغه هېواد دولت ورته تیاری ولري.

afghan (2)
متحده عربي امارات باید اقلیمي او نورو بحرانونو سره مبارزې ته چمتوالی ولري

متحده اماراتو د سیلانیانو پام راګرځول

دغه هېواد ته باید د نورو هېوادونو د سیلانیانو پام راوګرځول شي او په دې برخه کې باید کار وشي. ددوی د جلب لپاره باید هڅوونکې برنامې تر کار لاندې ونیول شي، تر څو دغه پر دغه هېواد رامات او د سیل په ځایونو کې یې ګډون وکړي چې دا کار به د عربي متحده اماراتو تاریخ، فرهنګ، دود، نوی پرمختګ او نورې نړۍ ته انتقال شي.

پر دې سربېره د عربي اماراتو له دولت غوښتل کېږي چې که څه هم دوی د اقلیمي بدلون په برخه کې د پام وړ برنامې تر لاس لاندې لري، خو بیا هم په برخه کې جدي اقدماتو ته اړتیا ده.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ:  د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

متحده اماراتو د فضا نه ککړوونکي انرژي، په اوبو کې د ځینو ژویو د له منځه تللو لاملونه او نور پروګرامونه پیل کړي او پانګونه یې په کې کړي چې دا هم د بحرانونو په کنترول کې ګټوره تمامېدلی شي.

afghan (1)
متحده عربي امارات باید اقلیمي او نورو بحرانونو سره مبارزې ته چمتوالی ولري

د عربي او نورو هېوادونو منځپانګو ته وده ورکول

دغه هېواد باید د عربي او نورو هېوادونو هغه منځپانګې چې د عربي اماراتو د خلکو او دولت لپاره ګټور دي، باید راجلب او د ودې لپاره یې ځانګړي برنامې تطبیق شي.

که څه هم په اماراتو کې د بېلابېلو هېوادونو وګړو پانګونه کړې او هلته ژوند کوي، خو ددې برخې د لا غښتلي کولو لپاره باید لا ډېر څه وشي.

د یادونې وړ ده چې د عربي متحده اماراتو دولت د اقلیمي بدلون په برخه کې د ګلخانيي غازونو د مخنیوي او ورته برخه کې هڅه کړې، خو د پاتې مواردو په اړه یې جدي اقدامات نه دي کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button