اقتصاد او سوداګري

متحده عربي امارات: موږ به د افغانستان د ټرانسپورټ له خصوصي سکټور پراخیتیا کې مرسته وکړو

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو د ځانګړي استازي او د وزارت د سرپرست مشر ترمنځ د وروستۍ ناستې پر مهال، د پانګې جذب او د افغانستان له خصوصي ترانسپورت سکتور سره پراخې همکارۍ ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر (سه‌شنبه، د می ۶مه) اعلان وکړ، چې مولوي حمیدالله اخندزاده، د وزارت سرپرست مشر، د متحده عربي اماراتو د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي، سیف محمد ال‌کوتبي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ترانسپورت او هوایي چلند په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونې او د دې برخې لپاره د پانګې جذب په اړه تفصيلي خبرې کړې. د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد یې له افغان خصوصي سکتور سره پراخو همکاریو ته بشپړ چمتووالی لري.

د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت هم ژمنه کړې چې همکارۍ پراخې کړي، د پانګوالو لپاره تر پخوا غوره چاپېریال رامنځته کړي، او دا لیدنه یې ګټوره او اغېزمنه ارزولې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button