متحده عربي امارات: موږ د ۱۷۵۰۰ افغان کډوالو کوربهتوب کړی

اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
په یو بشردوستانه اقدام کې، چې د اماراتو ژمنتیا او د بحراني حالاتو پر مهال بېړنۍ غبرګون ښيي، متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د ۱۷،۶۱۹ افغانانو، چې له خپلې خاورې څخه وتلي وو، او مخکې له دې چې په دریمګړو هیوادونو کې میشت شي. کوربهتوب کړی.
د ګلف نیوز د راپور له مخې، دا هڅې د افغان ولس د ملاتړ لپاره د اماراتو له نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ په چوکاټ کې ترسره شوي.
ګلف نیوز دا راپور وروسته له دې خپور کړ چې په ګڼو راپورونو کې وویل شول چې متحده عربي اماراتو له خپلې خاورې د هغو افغانانو ایستل پیل کړي چې د ۳۰۳۱ په اګست کې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته په دې هیله متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو چې د امریکا متحدو ایالتونو ته به انتقالېږي.
ګلف نیوز په دې اړه په خپل راپور کې وايي، د ابوظبۍ په مرکز کې میشت د امارات بشردوسته ښار (EHC) د افغان اتباعو کوربهتوب وکړ او دوی ته یې، مخکې له دې چې ۲۱ بیلابیلو هیوادونو ته انتقال شي، د لوړ کیفیت اسانتیاوې او خدمات برابر کړل. د دغو کډوالو کوربهتوب ټولیز لګښت ۱.۳۴۸ میلیارد درهمه (۳۶۷ میلیونه ډالر) ته رسېږي. د راپور پر اساس، سربېره پر دې، متحده عربي اماراتو د ۴۱،۰۰۰ افغان او بهرنیو اتباعو د تخلیې اسانتیا برابره کړه، چې په افغانستان کې اوسېدل. دا کار د هغو دوستو هیوادونو په غوښتنه ترسره شو، چې د خپلو اتباعو د تخلیې لپاره یې له اماراتو مرسته غوښتي وه.
د افغانانو د استوګنې پر مهال، متحده عربي اماراتو د دوی ټولې اړتیاوې پوره کړې — چې روغتیايي، لوژستیکي، ډيپلوماتیک، مخابراتي، سرپناه او خواړه پکې شاملېږي — او همدارازیې د دوی د هوساینې، عزتمن ژوند او سوکالۍ ډاډ ورکړ. اماراتو مالي مرسته هم ورکړه، څو کورنۍ وکړای شي په خپلو نویو استوګنځیو کې ثبات پیدا کړي.
د دوی وروستیو منزلونو ته د انتقال د اسانولو لپاره، په EHC کې د سفر اړوند خدمات برابر شوي وو. د بېلابېلو هیوادونو د سفارتونو لپاره ۱۷ دفترونه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو یو دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو دفتر، د امریکا د ګمرکاتو او سرحدي ساتنې یو دفتر، او دوه نړیوال غیرحکومتي سازمانونه هم فعال شوي وو.
په روغتیايي برخه کې، متحده عربي اماراتو د افغانانو او نورو بهرنیو اتباعو لپاره فوقالعاده هڅې کړې، په ځانګړي ډول د COVID-19 وبا پر مهال. ټول ۳۴،۹۲۳ واکسینونه ورکړل شول، ۳۰۳ نوي زېږېدلي ماشومان تر پاملرنې لاندې ونیول شول، ۳۰۳ جراحۍ ترسره شوې، درې ناروغان له هېواده بهر تداوي شول، او ۲۵۴،۵۷۲ روغتیايي خدمات وړاندې شول، چې دا ټول د یوې جامع روغتیايي پالیسۍ ښکارندوی دي.
د تعلیمي او مسلکي روزنې برخه کې، اماراتو ۳،۷۶۴ افغان ماشومانو ته ښوونیز خدمات برابر کړل، ۸۰۰ ماشومان یې وړکتونونو یا نرسریو ته شامل کړل، د ښوونځي ترانسپورت یې برابر کړ.