نړیوال خبرونه

متقاعدو امریکايي پوځیانو مئ میاشت کې ټول امریکای فوځیانو د ویستلو غوښتنه کړې

متقاعدو امریکايي پوځیانو مئ میاشت کې ټول امریکای فوځیانو غوښتنه کړې.د متقاعدو امریکايي پوځیانو کورنیو پورې اړوند د څو بنسټونو ټلوالې په یو لیک د امریکا له ولسمشر جوبایډن نه غوښتي چې د مئ میاشتې پورې دې تول عسکر راوباسي.

یادې ټلواله کې د متقاعدو عسکرو ترڅنګ د پوځیانو د حقونو خوندي کولو او د جګړې د ختمېدو یو شمېر فعالان هم شامل دي.جوبایډن ته په دغه استول شوي لیک داسې راغلي: له بده مرغه مونږ دومره ډېر په افغانستان کې پاتې شوو چې دغه هېواد ته د لومړیو استول شویو عسکرو اولادونه اوس دومره لوی شوي چې په دغې جګړې کې برخه واخلي.او خپلې کورنی پرېږدي.

د خط استوونکو متقاعدو پوځیانو او د هغوی پلویانو جو بایډن ته په خطاب کې داسې ویلي د دغه ائتلاف غړي‌ په خپل خدمت ویاړ کوي، ‌ خو اوس یې وخت دی چې باید خپلو کورونو ته ستانه شي.‌ موږ له تاسو څخه په ټېنګار سره غواړو هر څومره ژر چې کیږي، دا کار وکړئ.او ړغه فوځیان نور خپلو کورنیو ته راشي او عام ژوند پیل کړي.

img 20210407 102125

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تیر (۲۰۲۰م) کال فبروري میاشتې په ۲۸ نیټه د سولې تړون پر بنسټ باید امریکايي عسکر د راتلونکې مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې افغانستان پرېږدي.که څه هم واک ته له رسېدو وروسته امریکايي ولسمشر جوبایډن ویلي ؤ چې طالبانو سره د سولې لاسلیک شوی تړون اروزي.

خو د تیرې مارچ میاشتې په ۲۵مه تاریخ سپینې ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پروخت نوموړي وویل چې د لوژستیکي ستونزو له کبله نه شي کولای د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي، البته راتلونکي کال پورې یې افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو ایستل یقیني بللي ؤ.خو اوس معلومه نده چې کله به اوربند کیږي او کله به د سولې خبرې پای ته رسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button