سیاست

متقي ته د چین استازی؛ د افغانستان او پاکستان خبرې باید عملي پایلې ولري

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې باید یوازې تر سیاسي ناستو محدودې نه وي، بلکې عملي پایلې هم ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي ته د چین استازي «یو شیاو یونګ» د ارومچي د خبرو اترو د دوام، سیمه‌ییز امنیت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي. متقي ته د چین استازی

HIC5IP1XQAAwDC

متقي ته د چین استازي د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، چیني استازي ویلي چې بیجینګ د ارومچي بهیر د سیمې د ثبات او اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼي او غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلونکې خبرې له عملي پرمختګونو سره مل وي.

هغه همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې، متقابل تفاهم او دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا امیرخان متقي ویلي، د افغانستان لپاره اقتصادي همکاري، سیمه‌ییز ثبات او متوازن اړیکې د بهرني سیاست مهم اصلونه دي.

HIC5IDnWUAAU2Vx 1

متقي ته د چین استازی؛ د ارومچي خبرو د عملي پایلو غوښتنه

متقي زیاته کړې، که د ارومچي بهیر عملي بڼه خپله نه کړي، نو یوازې سیاسي ناستې به د ستونزو په حل کې اغېزمنې نه وي.

د چین په کوربه‌توب د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ خبرې د روان کال د حمل میاشتې په منځ کې د ارومچي ښار کې ترسره شوې وې، خو تر اوسه یې کومه څرګنده نتیجه نه ده لرلې. متقي ته د چین استازی

دا هم ولولئ:  کاپیسا ولایت کې د ۶۸ پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي
oe00Ot2l

په همدې حال کې پاکستان یو ځل بیا په بنو کې وروستی برید له افغانستان سره تړلی بللی، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button