Uncategorizedنړیوال خبرونه

متقي وايي د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي چې که حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ‌دی پېژندلی، خو بیا یې هم د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره اړیکې اوس رسمي بڼه لري

ښاغلي متقي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې چې بېګاه (د کب په ۲۸مه) خپره شوه وویل: د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي او هم د دوی سفارتونه په نوموړو هېوادونو کې فعال دي، استازي او ډېپلوماتان ځي او راځي.

نوموړي په دې اړه چې ولې یې حکومت په څه باندې ۱۹ میاشتو کې د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ‌دی پېژندلی وویل: “تاسو پوهېږئ چې نړۍ اوس داسې ګرځېدلې لکه یو کور. نزاکتونه ډېر دي او له موږ سره په افغانستان کې تېر شل کاله قریب پنځوس هېوادونه جنګېدلي دي. هغوی هم چې بېرته را مخته کېږي، په تدریج سره ممکن قدم راواخلي او نور هېوادونه به هم څه ملاحظات لري.”

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه چې د هېوادونو ملاحظات څه دي، نورې څرګندونې ونه‌کړې خو د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې په شمول د دې هېواد د ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدا د نړېوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.

خو د چارو شنونکي بیا د متقي په اند نه دي

خو د چارو شنونکي بیا د متقي له څرګندونو سره موافق نه ښکاري، لکه د نړېوالو ډيپلوماتیکو اړیکو شنونکی عزیزالدین معارج چې وایي: د ښاغلي متقي دا خبره چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري، د حکومتونو په رسمیت پېژندلو او ورسره د ډيپلوماتیکو اړیکو د لرلو له نړېوالو منل شویو اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره اړخ نه لګوي.

نور ولولئ: متقي : هیله مند یو چې نړی به اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني

ښاغلی معارج زياتوي: “نړيوال په رسمیت پېژندل اول شرط دی. ورپسې خبره د ډيپلوماتیکي اړیکو ده چې هغه په کومه کچه جوړې شي. خو دا هم موږ نه‌ شو ردولی ځکه په اوسني حالت کې چې موږ ګورو په نا اعلان شوي ډول هم طالبان نړيوال په رسمیت پېژني، نیمه استازولي لري، عملاً ډيپلوماتیکې چارې مخ ته وړل کېږي او د دوی استازي په ځینو هېوادو کې منل شوي او پخواني سفارتونه هم له دوی سره کار کوي. نو په ټوله کې موږ دا ویلای شو چې یو استثنایي حالت په نړيوالو حقوقو او ډيپلوماتیکو چارو کې موجود دی.”

ښاغلي امیرخان متقي د نوموړي موضوع په اړه هېوادونه په دوو برخو وويشل

د طالبانو د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیرخان متقي په دې اړه چې تر اوسه دوی ته په څومره هېوادونو کې سفارتونه سپارل شوي هېوادونه په دوو برخو ووېشل او زیاته یې کړه: یو هغه سفارتونه دي چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او بل هغه سفارتونه دي چې پخواني ډيپلوماتان پکې دي او له بهرنیو چارو وزرات سره یې اړیکې ټینګې کړې دي.

نور ولولئ: د قطر دفتر: د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع وخت ته اړتیا لري

هغه ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیه، چین، ترکیه، سعودي عربستان، قطر او مالیزیا هغه هېوادونه یاد کړل چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او د چک جمهوریت، مصر او اندونیزیا په شمول یو شمېر نور هېوادونه یې دوهمه بڼه هېوادونه وبلل چې د پخواني حکومت ډيپلوماتان په‌کې فعال دي او د ده په خبره د دوی اطاعت کوي.

ښاغلي متقي هیله وښوده چې دغه سلسله چې د ده په خبره اوس روانه ده او په ډېرو هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ دوی ته سپارل کېږي، دا به له نړېوالو سره د دوی د حکومت ډېپلوماتیکې اړیکې نورمال حالت ته راولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button