نړیوال خبرونه

د قطر دفتر: د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع وخت ته اړتیا لري

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وايي، چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مسله وخت ته اړتیا لري او په وینا یې د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندنې لپاره هڅې روانې دي. 

نعیم وردګ

نعیم وردګ وايي چې اسلامي امارت دم ګړۍ د نړۍ له ډېریو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې په تعامل کې دی. ښاغلي وردګ زیاته کړه:«په رسمیت پېژندل دې اعلان کړي ان شاالله موږ هیله لرو چې دغه ستونزه هم ژر حل شي او موږ باید هیره نه کړو چې دلته ۲۰ کاله جګړه شوې او له دې وروسته چې موږ ۴۳ کلنې جګړې بهر کېږو دا چې اړیکې عادي حالت ته راګرځي تر هغه وخته ښايي وخت ته اړتیا وي، موږ هڅه کوو چې دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.

نوموړی زیاتوي، دم‌ګړۍ هم سرپرست حکومت د نړۍ له ډېریو هېوادونو سره تعامل لري

نور یی ولوله | اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر تازه حکم

نعیم وردک وویل:«تعاملات لرو، ناسته او پاسته لرو او دلته یې چارواکي سفر کوي او غونډې کېږي، سوداګریز تعاملات، اقتصادي تعاملات او په بېلابېلو برخو کې تعاملات لرو

له دې سره سم، د چارو یو شمېر شنوونکي د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په چارو کې په قطر کې د سیاسي دفتر رول مهم ګڼي. 

د سیاسي چارو شنوونکی

د سیاسي چارو شنوونکی فضل الرحمن اوریا څرګنده کړه:«په اوسنیو شرایطو کې هم له بېلابېلو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو سره د تعاملاتو په پار مهم رول لوبوي. د نړۍوالو اړیکو شنوونکی سیدجواد سجادي وویل:«د رسمیت پېژندلو په هکله د نړۍوالې ټولنې غوښتنې، د افغانستان د ډېرو جګړو له تاریخه په الهام سره، د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ دي او په پایله کې منطقي وي

د ښځو د حقونو مسایل، د نجونو د پاتې ښوونځیو خلاصون او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی هغه مسایل ګڼل کېږي چې، ویل کېږي کابل له نړۍ سره پرې اختلاف لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button