سیاستسیمه

متقي پاکستاني پلاوي ته؛ له “تحریک کوونکو” اقداماتو ډډه وکړئ

اړوند خبرونه: 

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستاني چارواکو سره د کابل په لیدنه کې د افغان کډوالو د اخراج په اړه “ژوره اندېښنه” څرګنده کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې متقي د محمد صادق خان، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د خلکو په وړاندې له “ناراحت کوونکو او تحریک آمیز” اقداماتو باید ډډه وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، محمد صادق خان په ځواب کې ویلي چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید د “رامنځته شوې ستونزې” د حل په اړه فکر وشي.

محمد صادق خان د پاکستان د حکومت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی. دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ، د حمل ۲۷مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ په نوم کمیټې په غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم ویلي چې ډېر ژر اسحاق ډار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستاني صدراعظم مرستیال کابل ته سفر وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button