سیمه

متقي چین ته رسمي سفر وکړ؛ د درې‌ اړخیزې غونډې د اجنډا محور به څه وي؟

اړوند خبرږنه:

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د چین ولسي جمهوریت ته رسمي سفر کړی. دا سفر د سیمې د سیاست په تازه معادلو کې د پام وړ ګڼل کېږي، ځکه متقي به نه یوازې د چین له چارواکو سره لیدنې ولري، بلکې د پاکستان له استازو سره به هم په یوه درې‌اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ویلي چې په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم شامل دی. دغه دولتي پلاوی به د چین له لوړپوړو مقاماتو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل، اقتصادي همکارۍ، پانګونې او د سیمې پر ستراتیژیک وضعیت هراړخیزې خبرې اترې ولري.

تمه ده چې متقي به د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره جلا کتنه وکړي او همداراز به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین له چارواکو سره په ګډه درې‌اړخیزه ناسته کې ګډون هم وکړي. دغه غونډه به د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د همکارۍ نوی باب پرانیزي، چې تمرکز یې پر اقتصادي پروژو، سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد همغږي او د سوداګرۍ پراخولو دی.

د سیمې حساس وضعیت او غونډې ارزښت

دا ناسته په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمېر په سیمه کې د وروستیو بریدونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی او سیمه له احتمالي ناارامیو سره مخ ده. هند، چې د چین او پاکستان سیال ګڼل کېږي، له دواړو هېوادونو سره ترینګلې اړیکې لري.

دا هم ولولئ:  ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسله‌والو کسانو برید کړی

سیاسي شنونکي باور لري، چې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې‌اړخیزې غونډې کولای شي د سیمې امنیتي جوړښت کې مهم رول ولوبوي، ځکه دا درې هېوادونه د سیمې د تجارتي دهلیزونو، لکه چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) او ترانزیټي لارو کلیدي لوبغاړي دي.

طالبان له انزوا د وتلو هڅه کوي؟

که څه هم د طالبانو حکومت لا تر اوسه د نړۍ له خوا په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی، خو دا ډول سفرونه او د چین، روسیې، ایران، او پاکستان له چارواکو سره تعاملات دا ښيي چې طالبان هڅه کوي ځان یو مشروع سیمه‌ییز لوبغاړی معرفي کړي.

دغه غونډه، له نړیوالې ډیپلوماسۍ سره د طالبانو د تازه تعامل یوه بیلګه ده، چې ورسره به دوی هڅه وکړي نه یوازې د مشروعیت فضا ته نږدې شي، بلکې د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره نوي فرصتونه هم ولټوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button