Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

متیو میلر: واشنګټن له اسلام اباد سره د ترهګرۍ په ځپلو کې مرسته کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا له پاکستان سره د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د وړتیا په لوړولو کې همکاري کوي. متیو میلر وویل چې امریکا له اسلام اباد سره په ترهګرۍ ضد جگړه کې دوه اړخیزه ملګرتیا لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د لړم په ٢٩مه، په يوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د پاکستان اوسنۍ پولې ته څېرمه د وسله والو وروستي بريدونه او د اوو پاکستاني پوځيانو وژل وغندل.

پاکستان ته اوښتی زیان

میلر وویل، “د پاکستان خلکو له ترهګرو او شرخوښو بنسټپالو ډېر زیان لیدلی دی او موږ له هغو کورنیو سره غمرازي ښیو، چې په وروستیو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي».

میلر دا هم وویل چې متحده ایالات ژمن دي چې د پاکستان د حکومت له مشرانو او مدني ټولنې سازمانونو سره کار وکړي څو د «بنسټپالو ترهګرو» ډلو د ګواښونو په ګوته کولو، مخنیوي او ځواب ویلو کې د وړتیاوو د تقویې فرصتونه تشخیص کړي.

نور ولولئ: د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس ناستې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاموشي

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکا په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد کوم اقدام نه کوي، وویل: “موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره مهمه دوه اړخیزه ملګرتیا لرو چې منظمې خبرې اترې او له ترهګریزو ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې کاري سلامشورې پکې شاملې دي».

afghan 2024 11 20t190547.251

له دوحې تړون د طالبانو سرغړونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې طالبان د دوحې د تړون له مادو څخه په سرغړونې تورن کړي وو او ویلي یې و، چې دې ډلې د القاعدې د مشرانو په ګډون ځینو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

متیو میلر ویلي و، واشنګټن له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اړه ځواب ورکړي.

طالبانو په وار وار د تحریک طالبان پاکستان په ګډون جنګیالیو ډلو ته د پناه ورکولو او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان امنیت او خاورې ته د افغانستان له اړخه ګواښونه رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button