افغانستانسیمه

مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان او پاکستان د تېرو شپې له نښتو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې افغانستان حق لري له خپل حریم څخه دفاع وکړي، او ادعا یې وکړه چې د تېرې شپې په نښتو کې ۸۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.

ذبیح‌الله مجاهد نن (شنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د هېواد د امنیتي وضعیت، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د افغانستان او پاکستان د پترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، د طالبانو د ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

مجاهد زیاته کړه، «اسلامي امارت د خپل هېواد خاوره له فتنه‌ګرو پاکه کړې، خو د داعش پاتې غړيو او یو شمېر توندلارو عناصرو اوس په پاکستان کې نوي پټن‌ځایونه او مرکزونه جوړ کړي دي.»

د ده په وینا، «نوي کسان د کراچۍ او اسلام‌اباد له هوایي ډګرونو او د پاکستان له غربي پولو څخه د روزنې او چمتووالي لپاره دغو مرکزونو ته لېږدول کېږي، او د افغانستان، کرمان او مسکو بریدونه هم له همدې ځایه پلان، تنظیم او هدایت شوي دي.»

دا هم ولولئ:  امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

مجاهد زیاته کړه چې د «کرمان د سلیماني د تلین په مراسمو کې ترسره شوی برید او د مسکو بریدونه د همدې مرکزونو له لوري طرحه او عملي شوي، او اړوند هېوادونه ترې خبر دي.»

هغه د پاکستان حکومت تورن کړ چې د داعش د حضور پر وړاندې یې سترګې پټې کړې دي او له اسلام‌اباده یې وغوښتل چې د دې ډلې مشران یا له خپلې خاورې وباسي او یا یې کابل ته وسپاري.

ویاند ټینګار وکړ: «افغانستان حق لري د خپل هوايي او ځمکني حریم دفاع وکړي، او هېڅ برید به بې‌ځوابه پاتې نه شي.»

سعودي او قطر: طالبان او پاکستان دې له زغمه کار واخلي

هغه په پاکستاني پوځ کې د ځینو ځانګړو کړیو د فعالیتونو زیاتوالي ته هم اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه کړۍ د ناسمو معلوماتو په خپرولو او د افغان او پاکستاني ملتونو ترمنځ د نفاق د اور بلولو له لارې هڅه کوي د سیمې ثبات ګډوډ کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې پر افغانستان ور واچوي.

مجاهد زیاته کړه چې د داعش ډلې پاتې کسان د طالبانو له عملیاتو وروسته پاکستان ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټن‌ځایونه جوړ کړي دي. د ده په وینا، داعش اوس د بېلابېلو هېوادونو اتباع، په ځانګړي ډول اروپایان، د نړیوالو بریدونو لپاره روزي او وروسته یې ټاکلو ځایونو ته استوي.

ده وویل، «په افغانستان کې د دولتي چارواکو، دیني عالمانو، مجاهدینو او عامو خلکو پر ضد بریدونه – لکه د شیخ رحیم‌الله حقاني، شیخ مجیب‌الرحمن انصاري، د سني او شیعه جوماتونو، د هندوانو معبدونو، د افغانستان بانک دفترونو (په کندهار او کندوز کې)، د چینایانو پر هوټل او د روسیې پر سفارت بریدونه – ټول له دغو مرکزونو طرحه او هدایت شوي دي.»

دا هم ولولئ:  شمالي وزیرستان کې وسله‌والو کسانو د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

هغه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په بلوچستان کې د داعش پر ضد عملیاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، «په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۳۰ داعشیان، چې پکې د ډلې مشران او بهرني اتباع هم شامل وو، ووژل شول، او له هغو ځایونو څخه یو شمېر اروپايي پاسپورټونه ترلاسه شول.»

مجاهد ونه ویل چې دا عملیات چا وکړل او د بهرنیو هیوادونو د اتباعو پاسپورټونه چا ته په لاس ورغلل.

مجاهد وویل، د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د هغه نژدې همکاران اوس د پاکستان په خاوره کې پټ دي، او اسلامي امارت له اسلام‌اباده غواړي چې هغوی یا وروسپاري یا یې له خپلې خاورې وباسي.

هغه خبرداری ورکړ چې «د داعش د ملاتړ او پټ ساتلو دوام به د سیمې لپاره ناوړه امنیتي پایلې ولري.»

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې «افغانستان دا مهال ښه امنیتي وضعیت لري، د هېواد هوايي او ځمکنۍ پوله د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې ده، او دفاع وزارت د پولو د لا پیاوړتیا او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خپل ټول ظرفیتونه کاروي.»

مجاهد د افغانستان له خلکو وغوښتل چې «د هغو شایعاتو او منفي تبلیغاتو پروا  ونه کړي چې د مغرضو کړیو له لوري خپرېږي.»

هغه په پای کې وویل چې «اسلامي امارت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره مثبت تعامل لري، او د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.»

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button